کور / هراړخیز / بریالیتوب ته درسیدو ۱۵ساده لارې

بریالیتوب ته درسیدو ۱۵ساده لارې

ژباړه:مصطفی ساپی

۱-په پوره دقت سره کالي واغوندئ

دکورنه دکار په لور دتګ په وخت خپل ځان او کالیو ته پوره پاملرنه وکړئ او خپل اطمینان ځانته حاصل کړئ،چې مناسب او برابر کالي مو په تن کړي دي ممکن ځينې ووايي،چې کالي یا لباس دانسان لپاره کوم ارزښت نه لري دا بشپړه اشتباه ده په کاري او تجارتي دنیا په دې مسئله ډېر څرخي.برياليتوب successful

که دبریالي کس په شان کالي واغوندئ نو نور به هم ستاسې سره دبریالي کس په شان چلند کوي بس خپلو کالیو ته نوي اوتازه نظر وکړئ.

۲-دبریالو پشان فکر وکړئ

دانسان رفتار په بریا کې لوی رول لري هېڅکله دماتو خلکو پشان مه اوسئ ښه ده هغه لارې او پرمختګونه،چې دځان لپاره ټاکئ او دهغې دلاسته راوړلو لپاره کوښښ کوئ هغه دځان لپاره مجسم کړئ خلک تل دبریالیو څخه پیروي کوي نه له منفي ګرایانو څخه.

۳-دیوې ډلې جز اووسئ

بریالیتوب په اکثره وختونه ډليز وي،یوګولکیپر هېڅکله نشي کولای چې بریالیتوب ته ورسېږي دمختلیفو غړو په همکارۍ او مرستې سره یوه ډله بریالیتوب ته رسېږي،که په یوه ډله کې کار کوئ تر حده چې کولی شئ خپل کاري مسئوولیت سرته ورسوئ اوپه ښه ډول او طریقې سره خپل کار ترسره کړئ اوله نورو څخه هم همداسې تمه ولرئ په دې حالت کې کولای شئ بریالي شئ.

۴-راز ساتونکي اوسئ

هېڅ وخت راز مه ښکاره کوئ تل ددې تمه کوئ چې راز ساتونکي اووسئ تکلیف او مشکل ته منتظر اووسئ ځان ته انګیزه ورکړئ په نوي پروژه پسې شئ او هېڅ شي ته په زړه کې دوېرې لار مه وکوئ.

۵-خپل احساسات په روښانه ډول بیان کړئ

هر وخت مو ګامونه په پوره دقت اوچتوئ هغه چې تاسې دبریالیتوب مانع کیږي اړیکې او مهارتونه دي.په یوه کاري جلسه کې ځان تصور کړئ رئیسان مو له تاسې نه دنظر غوښتنه کوي تاسې دقیقآ پوهیږئ چې باید څه ووايې تر څو مشکل حل شي،اما دهغې په ویلو کې عاجز یې اواز او کلمات مو له تاسې سره یاري نه کوي دلته ده چې لږ لږ له تاسې نه لرې کیږي، نو دمهارتونو اواړیکو یادول اولیه اصول دي.

۶-تل پایله یا نتېجه په خپل ذهن کې په یاد ولرئ

هر کار چې ترسره کوئ یوقطعي دلیل لري،او پایلي ته درسېدو لپاره مشخص ده چې داټول کارونه ترسره کړو په کاري محل کې هم همدا ډول اوسئ هر ناخوښه کار چې باید ترسره یې کړئ هغه هم په نظر کې ونیسئ اوپایله یا نتېجه یې هم په نظر کې ونیسئ دا کار تاسې ته انګیزه درکوي.

۷-په دې وپوهیږئ چې څنګه دتلیفون شاته خبرې وکړو

مهمه نه ده چې تاسې څه کاره یاست تلیفون یوه مهمه وسیله ده حتی دکامپیوټر نه هم مهم دی دا چې داسې یوه وسیله ده چې هغې په وسیله اړیکې نیول کیږي څوک چې اخوا تاسې سره په خط کې دي په دې وپوهیږي چې تاسې هغه ته په پوره دقیق او متوجې یاست کله چې په تلیفون خبرې کوئ نو له خوړلو،څکلو،اړ جاولې له ژوولو ډډه وکړئ.

۸-منظم اوسئ

کله چې په یوه پروژه کار کوئ ګام په ګام ټول مراحل په دقت سره ترسره کړئ دخپل کار لپاره طرحه اوپلان ولرئ که دکار یوه برخه نادیده ونیسئ مطمئنآ چې کار به موپایله ونه لري.

۹-انتقاد مه کوئ

یوه ډله خلک دانتقاد کوونکو پشان ژوند کوي تاسو دا ډول مه اوسئ که دچا په کار کې مو نیمګرتیا او کمی ولیده نو دیو ښوونکي په شان هغه په غوږ ووهئ څوک مه مسخره کوئ او له حده زیات شکایت مه کوئ څه وخت چې یو کار ښایسته او دصفت وړوي نو دهغه تحسین وکړئ.

۱۰-مودب اوسئ

کوشش وکړئ دنوروسره د کړنو پر مهال مودب او علاقمند اوسئ نور خلک دهغوی سره دکړنو په اساس زموږ په اړه قضاوت کوي خوښ اوسئ او ځان اصلاح کړئ

۱۱-هر کله یو مشکل مسئوولیت په غاړه واخلئ

خلک چې دمشکلو کړنو سره لاس و ګریوان کیږي بهترینه دمنځه وړلو حل لاره یې داده چې دمشکل دمنځه وړلو لپاره یو مشکل کار په غاړه واخلئ.

۱۲-که نور په تاسې انتقاد کوي تاسې ورسره ښه کړنه وکړئ

څه وخت چې یو کس په تاسې انتقاد کوي په لومړیو کې وګورئ چې منبع یې معتبره ده کنه ،خیر راحته اوسئ چې انتقاد نادیده ونه نیسئ او ووایه چې هېڅ وو کله کله هغه ډول چې نور مو ګوري ځانته وګورئ دنورو په انتقادونو فکر وکړئ او لارښوونې نادیده ونه نیسئ.

۱۳-نمونه اوسئ

تل کارونه په هغه ډول ترسره کړئ چې تمه کوئ نور به يې ترسره کړي دا یو تاثیر لرونکی کار دی اوپه ټولو کډونوالو کې انعکاس پیدا کوي هر کله چې مو کارونه په ښه ډول ترسره کوئ نو په کار کې به مو یوه نمونه یاست او نور به ستاسې دسرمشق په ډول پیروي کوي.

۱۴-صبور اوسئ

هغوی چې ستاسې په نظر په یو ځل بریالی شي مطمین اوسې چې داسې نه ده دبریالیتوب ته درسیدو لپاره اوږد وخت ته ادتیا ده او اوږد کوشش او پلټنې ته اړتیا لري بریالیتوب ته رسیدنه وخت ته اړتیا لري صبر لرونکي اووسئ اوتل  مو هدف په ذهن کې وساتئ.

۱۵-نوي څه زده کړئ

کوشش وکړئ چې تل په کاري ساحه کې له ورځینو پېښو باخبره اووسئ او مربوطه علوم یاد کړئ تل خپله دپوهې سطحه له نورو څخه لوړه وګورئ بریالي به اوسئ.