کور / تازه خبرونه / د مالیې وزیر د آسیا پراختیایي بانک په کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه المان ته ولاړ

د مالیې وزیر د آسیا پراختیایي بانک په کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه المان ته ولاړ

 د مالیې وزیر ښاغلی اکلیل حکیمي نن د ثور میاشتې په ۱۲مه د آسیا پراختیایي بانک په ۴۹ مه کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه المان ته سفر وکړ.Aklil hakimi

د مالیې وزیر به په یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د آسیا پراختیایي بانک له لومړي مرستیال سره یو ځای د افغانستان په اړه د یوې ناستې مشري وکړي.په دغه ناسته کې به د بروکسل کنفرانس ته د افغان دولت د چمتووالي، پراختیایي پروژو، د افغانستان د راتلونکو اړتیاؤ، لومړیتوبونو، د افغانستان د پراختیا نوې ستراتیژۍ او په افغانستان کې د آسیا پراختیایي بانک د رول په اړه خبرې وشي.

همدا راز به د ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري تر هندوستانهپورې د غازو د نللیکې، د بریښنا د مزو او د ریل پټلۍ د غځیدو په تړاؤ چې سویلي آسیا د افغانستان له لارې له جنوبي آسیا سره نښلوي، هم بحث او خبرې وشي. 

د اسیا پراختیایي بانک کلنۍ ناسته د درو ورځو له پاره په المان کې جوړیږي چې په هغې د بیلابیلو هیوادونو د مالیې وزیران، د مرکزي بانکونو رییسان، سوداګر، پانګه وال، خبریالان او د مدني ټولنو استازي نږدې ۳۰۰۰ کسان ګډون کوي. د یادې ناستې د سږکال شعار (همکاري د ثبات له پاره) غوره شوی او زیات تمرکز یې د با ثباته پرمختګ د حمایت له پاره د آسیا او اروپا ترمنځ د اړیکو پياوړتیا ده.