کور / سياسي / ایران وايي په اتو دقیقو کې اسراییل له مینځه وړي

ایران وايي په اتو دقیقو کې اسراییل له مینځه وړي

 په دې ډېرو وروستیو ورځو کې د ایران د سپاه پاسداران د خاتم الاوصیا اډې ځایناستي، ښاغلي عظیم ابراهیم پور، ویلي چې د ایران توغندویزه ځواکمني دومره لوړه شوې چې کولای شي اسراییل په اتو دقیقو کې له منځه يوسي!Ehsanullah arianzai احسان الله ارينزی
د ایران امنیتي ځواکونو ته نژدې (تسنیم) آژانس وایي چې عظیم ابراهیم پور د مشهد فردوسي پوهنتون (راهبان نور) پوځ ته په وینا کې دا هم ویلي چې ایران اوس په اته څلویښت ساعتونو کې د امریکا د امحا وس هم تر لاسه کړی او دواړو هېوادونو ته یې غیرمستقیم اخطار ورکړی چې پام وساتي او ایران ته په کمه سترګه ونه ګوري.
په دې کې هېڅ شک نشته چې ایران پخوا او اوس، د خپلو تېلو او ګازو د عوایدو او کادرونو په برکت دا امکانات لرلي چې په هره برخه او په ځانګړې توګه په پوځي برخه کې دومره پرختګ وکړي چې نړیوال یې د یو پیاوړي سیمه ییز په توګه پېژني او تعامل ورسره وکړي.
زه فکر کوم چې د افغانستان ډېر خلک د خپلو ګاونډیو اسلامي هېوادونو په پرمختګ، سوکالي او برم خوشاله کېږي؛ خو چې دوي لکه ایران د خپل انقلاب د صادرولو، مذهبي پراختیا او خپلو ملي او غیرملي ګټو له پاره، حدودو ته ونه ګوري او پښه له ګلیمه وباسي.
د عراق، سوریې، یمن، افغانستان، لبنان، بحرین، فلسطین او ځینو نورو هېوادونو سیاسي ستونزي دا په ډاګه وايي چې ایران هلته لاس لري او د خپلو مقاصدو له پاره وینې بهوي.
په هر صورت په دې لیکنه کې زما هدف دا نه دی چې په سیمه کې د ایران په تګلارو کره کتنه وکړم؛ بلکې غواړم هغه ورته (مشابه) خبره یاده کړم چې له نن څخه کابو 40 کاله مخکې ایراني رسینو کړې وه؛ خو فرانسوي دا ځواب ورکړی و..
په هغه وخت کې، په ایران کې د رضا شاه پهلوي په پاچايي  کې، د ایران نامتو مجلې (تهران مصور) لیکلي و چې که ایران همداسې ګړندی په مخ روان وي لکه اوس (مطالب د مقالې یا مطلب د لیکلو وخت) چې روان دی؛ نو لس کاله وروسته فرانسې ته رسي!
زما په یاد دي چې د دې مطلب یا مقالې له خپراوي میاشت وروسته، د فرانسې نامتو ورځپاڼې (لوموند)، په ځواب کې لیکلی و چې (تهران مصور) ښه وایي چې ایران لس کاله وروسته فرانسې ته رسي؛ خو په دې شرط چې (فرانسه) ځای په ځای ودریږي!
لوموند په هغه وخت کې منطقي خبره کړې وه. ایران لس کاله وروسته فرانسې ته رسیداې شواي؛ خو په دی چې فرانسې (پښه په ځای) مارش وکړي او په مخ ونه خوځي!
اوس ښاغلی عظیم ابراهیم پور وایي چې ایران دومره توغندي لري چې اسراییل په اتو دقيقو او امریکا په اته څلوېښت ساعتونو کې له منځه وړی شي؛ خو دا نه وايي چې هغوی به څه کوي؟ آیا لاس تر زنې به ناست وي او د ایران توغندي به شماري، که به دوی هم لاس او پښي او توغندي او الوتکي او نور امکانات لري او په ایران به ورته (مشابه) ګوزارونه کوي؛ که داسې وشي نو ښاغلي ابراهیم پور دې دا خبره سپینه کړي چې ایران ته به څه پاتې وي؟ دی خو وایي چې اسراییل او امریکا به له منځه ویسي؛ خو د ایران د سرنوشت په هکله څه نه وایي چې هغه به روغ پاته کېږي او که به هغه هم له خاورو سره برابریږي.
موږ د افغانستان خلک د جګړو په دردونو، زیانونو او کړاوونو ښه پوهیږو او د هیچا له پاره جګړه نه غواړو. اسراییل، ایران، امریکا او نور ټول هېوادونه حق لري چې په سوله کې ژوند او پرمختګ وکړي او نېکمرغه واوسي..
يو وخت چا له انشتین څخه پوښتنه کړې وه چې که درېیمه نړیواله جګړه پېښه او اتومي بمونه استعمال شي څه به پېښيږي؟ انشتین ځواب ورکړی و چې زه خو د درېیمې جګړې په هکله څه نه وایم؛ خو دومره پوهېږم چې د نړۍ څلورمه جګړه به د سوټیو، غشو، سوکونو او کنځلو جګړه وي.

نو ایراني عظیم ابراهیم پور دې داسې خبرې نه کوي چې د ده تر خولې غټې وي. ښه به دا وي چې ایران، اسراییل او امریکا ټول په سوله کې، یو له بل سره ګټوری اړیکې ولري او ژوند وکړي او که یو پلو په خپلو توغندیو دومره ویاړي چې د نورو د فزیکی امحا نارې وهي، په دې د ډاډه اوسي چې مقابل  لوری هم کرار نه کیني او په ایران به هم داسې اور بل وي چې هېڅوک به یې د مړ کولو وس، وخت او امکانات ونه لري!