کور / خبرتیا او پيغامونه / خبرلوڅو اودانسانيت په جونگړه کي اوسېدونکو ته خبر رسوونکو!

خبرلوڅو اودانسانيت په جونگړه کي اوسېدونکو ته خبر رسوونکو!

سويډن  – مالمو 

د۲۰۱۶ ز کال داپريل دريمه 

دروزگان دملي مهالنۍ خپرونې دمبارکی پيغام  !

خبرلوڅو اودانسانيت په جونگړه کي اوسېدونکو ته خبر رسوونکو!

دمطبوعاتواوډله ايزورسنيو اړوندانو،ليکوالو،خبرلوڅو اوددې انسانی لړۍ  ټولو اړوندانوته دوبيان دخپلواکی دنړيوالي  ورځې په مناسبت  تاسو ټولو دانسانيت اوبشری پوهاوي اړوندانوته  ددې نړيوالی ورځې په مناسبت دزړه له کومي مبارکي  وړاندي کوو. 

نن  يو ځل بيا دبيان د ازادۍ نړيواله ورځي په مناسبت ، دډله ايزو رسنيواودولتی اړونده  چارواکو لخوا په افغانستان کي دکنفرانسونو اوغونډو دجوړولوپه بڼه دډله ايزو رسنيويامطبوعاتودازادی دنړيوالی ورځې  په مناسبت  په افغانستان اودنړئ په نوروهيوادونوکي ددې ورځې نه ستاينه اوپدې بهانه ټولو ژورنالستانو اوخبريالانو ته  مبارکی وويل سول .

دروزگان دملي مهالنۍ خپرونې اداره  دخپل ملی اوتاريخي رسالت او مسوليت  په ترسره کولوسره نه يوازي داچي  دبياد ازادی ددې نړيوالي ورځې په مناسبت  دژ بې اوقلم ټولو خاوندانوته دزړه له کومی مبارکي وايي  . 

هيله مو داده چې دډله ايزورسنيو اوبيان دازادی دنړيوالی ورځې دنړيوال مسوليت له مخې ،مطبوعات ، ډله ايزي رسنی او ژورنالستان دخپلو هيوادونواوسېدونکو وگړو  ملي گټواونړيوال گټور انسانی پيوستون ته دژمن په توگه خپل قلم او ژبه وکاروی . 

دروزگان دملي مهالنۍ خپرونې  دادارې  مسول  حبيب الله غمخور