کور / تازه خبرونه / دولت باید دسولې دروازې پرانستې وساتې(دلغمان دعلماؤ سرتاسري شورا)

دولت باید دسولې دروازې پرانستې وساتې(دلغمان دعلماؤ سرتاسري شورا)

دا څرګندونې دلغمان دعلماؤ سر تاسرې شورا د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره  په ترسره شوې ناسته کې په ډاګه کړې، یو شمېر دیني علماؤ دنورو په استازیتوب خبرې وکړي دولایتي ادارې نه يې مننه وکړه چې هر ګام يې ددیني علماؤ دمشورو په رڼا کې پورته کوی او ولس ته دخدمت په موخه شپه او ورځ تلاش کوي، دوی دهېواد روان وضعیت ته په کتو له مرکزي دولت په کلکه غوښتنه وکړه چې دسولې در وازې  پرانستې وساتې او په دې برخه کې دټولو ممکنو لارو چارو په استفادې وسلوال مخالفین وهڅوي څو دسولې لاره خپله کړي.

دعلماؤ سرتاسر شورا  په هېواد  کې روانه جګړه پردۍ او ناروه وبلله، ټولې تروریستي کړنې،دبې ګناه خلکو وژل،ماین اېښودل،د ټولګټو پروژو تخریبول او مخنیوی په سختو ټکووغندل .

دوی په یو عږ له وسلوالو مخالفینو  په کلکه غوښتنه وکړه چې د نورو په اشاره روانې ناروا  وژونکې جګړې ته دپای ټکی کیږدي او دسولې له پروسې سره پر یو ځای کیدوپه هېواد جوړونه کې رغنده ونډه واخلي،دیني علماؤ له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه چې په رښتیني او صادقانه توګه  دافغانستان سولې په ټېنګښت کې اساسي رول ترسره کړي او د روانو جګړو په پای ته رسولو کې دافغان حکومت سره اوږه پر اوږه ودریږي.

دعلماؤ سرتاسري شورا دیو پریکړه لیک په صادرولو سره له ټولو کروندګرو هم وغوښتل چې د کوکنارو ناروا کرکیلهپریږدي او پرځایې حلال کښتونه وکري،ددوی په وینا دنشه يي توکیو کرکیله د تروریستي ډلو او مخالفینو لپاره سترې عایداتې سرچېنې جوړوي چې دنه کرلو په اساس به يې ددوی دغه ستره عایداتي منبع وچه  او جګړه ییز ماشین به يې له کاره ولویږي او ورسره به ځوانان دنشه يي توکیو څخه وژغورل شي.

دمحلي ادارې رهبرې بیا په خپلو خبروکې د علماؤ دسرتاسرې شورا فعالیتونه وستایل  اوله دوی  يې په کلکه غوښتنه وکړه چې په ټولنه کې خپل پراخ نفوذ او محبوبیت څخه په ګټې اخیستلو سره د تل پاتې سولې په ټېنګښت،د امنیتي ځواکونو  سره دولسي همکارۍ په راجلبولو،دنشه يي توکیو دکرکیلې په مخنیوي او ټولو هغو مسایلو کې چې زموږ دملي یووالې دټېنګښت،ډاډمن امن او پرمختګ سره همکاري کولی شی اساسي رول ترسره کړي.

ښاغلي نعیمي همداراز وویل په هېواد کې روانه جګړه زموږ د وروسته پاتې والي،بې اتفاقي ،تیت پرک کولو او وژلو لپاره پلان شوې ده،ددې شومې جګړې  په مخنیوي کې يې دټولنې دفرد،فرد ترڅنګ ددیني علماؤ اومخوروقومي مشرانو رسالت تر نورواړین یاد کړ او له دوی وغوښتل چې دټولوممکنو لاروچارو په استفادې د روان وضعیت په  ښه کولو،دتل پاتې سولې په تېنګښت او پرمختګ کې اساسي ګامونه پورته کړي.