کور / تازه خبرونه / په دولتي ادارو کې د قراردادیانو د فساد رېښې باید پرې شي

په دولتي ادارو کې د قراردادیانو د فساد رېښې باید پرې شي

   په ټولو ادارو کې باید د قراردادیانو د فساد رېښې پرې شي او هغه شرکتونو ته نور باید پروژې ورنه کړل شي چې په خراب کیفیت سره یې پروژې تطبیق کړي له ولس سره یې ظلم کړی او دولت یې بدنام کړی دی،دغه څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د سکتوري ریاستونو له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو له استازو سره د ناستې پرمهال وکړې.
Laghmanلغمان والي وویل چې یو شمیر قراردادیانو د دولت په ادارو کې دومره ژورې رېښې کړې دي چې د ګڼ شمیر پروژو قراردادونه ترلاسه کوي او بیا یې د ټولو معیارونو خلاف پلي کوي چې دغه کړنې پر حکومت د خلکو اعتماد ته زیان رسولی او د انکشاف بهیر یې سخت زیانمن کړی دی.     
لغمان والي ګواښ وکړ چې له هغه شرکتونو سره به قانوني چلند وکړي چې د پروژو په پلي کیدو کې خیانت او له عامه ګټو سره دښمني کوي.نوموړی زیاته کړه چې ټولې پروژې باید د پلان،نقشې او ټولو منلو شویو معیارونو مطابق په خپل وخت پلي شي او د پروژو په قراردادونو کې باید د شته سوداګرۍ مخه ونیول شي.            
عبدالجبار نعیمي سکتوري ریاستونو ته هدایت وکړ چې په لغمان ولایت کې د ټولو روانو پروژو کارونه تر جدي نظارت لاندې وساتي او له ولس یې وغوښتل چې د انکشافي پروژو په وړاندې د پرتو خنډونو په هواري کې له دولت سره همکاري وکړي.
په دغه ناسته کې لغمان والي د دې یادونه هم وکړه چې امنیتي او کشفي ارګانونو ته یې دنده سپارلې چې د پروژو د امنیت د تامین ترڅنګ د پروژو د تطبیق بهیر هم تر څارنې لاندې وساتي.               
سکتوري رئیسانو په دغه ناسته کې څرګنده کړه چې د ولایت مقام د هدایت سره یې سم یې مرکز ته د استول شویو وړاندیزونو د تعقیب په موخه خپل تلاشونه زیات کړي چې په یو شمیر برخو کې مثبته پایله ورکړې ده، دوی وویل چې له ټولو قراردادیانو سره به د اصولو په اساس چلند وکړي او هیڅ قراردادي ته به اجازه ورنه کړي چې په ادارو کې د فساد رېښې ولري.