کور / تازه خبرونه / د پکتيکا په ملکي روغتون کې د ارتوپيدي څانګې ودانۍ پرانستل سوه

د پکتيکا په ملکي روغتون کې د ارتوپيدي څانګې ودانۍ پرانستل سوه

د پکتيکا ولايت په ملکي روغتون کې د ارتوپيدي څانګې ودانۍ پداسې حال کې د دغه ولايت د والي امين الله شارق له لوري ګټې اخستنې ته وسپارل شوه، چې د ولايتي شورا رئيس بيختيار ګل همت، د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولي ګل ، د نور ادارو مشرانو، قومي مخورو، او د ياد روغتون ډاکټرانو هم شتون درلود.Paktia hospital 

دغه ځانګه چې ودانۍ يې ، د جاپان هېواد په مرسته د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت  له لوري د پنځه نيم (۵.۵) مليونه افغانيو په مالي لګښت، جوړه شوې آته خونې، مجهز سامانونه او نور اړونده محلقات لري.

د دغه ودانۍ د پرانيستې پر مهال د پکتيکا والي امين شارق له جاپان هېواد او د کلو بيا رغونې وزارت له وزير نصير احمد دوراني څخه مننه وکړه چې د پکتيکا ولايت په ملکي روغتون کې يې د ارتوپيدي څانګې ودانۍ جوړه کړه. 

ښاغلي شارق وويل خوشاله يم چې نن بيا يوه ټولګټه پروژه ګټې اخستنې ته سپارم، دغه راز ښاغلي شارق زياته کړه، د پکتيکا ولايت اوسېدونکي لا ډېرو روغتيايي آسانتياو ته اړ تيا لري او موږ هڅه کوو چې دې ته ورته نورې حياتي پروژې هم ګټې اخستنې ته وسپارو. 

پدغه مراسمو کې د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا ريئس وويل: د پکتيکا ملکي روغتون ته هر ورځ تر پنځه سوه پورې نارغان راځي چې يو لوړ تعداد دی او په راتلونکې کې بايد دغه روغتون ته وسعت هم ورکړل شي.

د ولايتي شورا رئيس بختيار ګل همت د پکتيکا له والي امين الله شارق څخه مننه وکړه چې ددغه ولايت روغتيايي ستونزو ته يې خپله توجه زياته کړې او هڅه کوي چې د پکتيکا ولس ته لا ښه روغتيايي خدامات وړاندې کړي.