کور / تازه خبرونه / په اندړو کې د څلورو طالبانو د وژل کېدو ویل شوي دي.

په اندړو کې د څلورو طالبانو د وژل کېدو ویل شوي دي.

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې څلور وسلوال طالبان هغه مهال د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې وژل شوي دي کله چې دوی په خپله د خښوونکي ماین قرباني شول ، د کورنیو چارو وزارت له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي چې دغو وسلوالو د اندړو د نظر خان په سېمه کې د سړک غاړې بم خښاوه ولې په خپله پری والوته ، څلور یې ووژل او دوه نور یې ټپيان کړل کورنیو چارو وزارت دا هم وايي دوه پکې بهرنیان هم ول.
خو طالب ویاند لا تراوسه پدی اړه څه ندي ویلي.