کور / تازه خبرونه / په پوځي او خوراکي توکيو بار لارۍ سځول سوي او …

په پوځي او خوراکي توکيو بار لارۍ سځول سوي او …

وسله والو طآلبانو امريکايي ځواکونوپه په پوځي اوخوراکي توکيو بآر دې موټر وسوځول اودهغوي شپږ تنه وسله وال ساتونکي يي چې دامنيت په موخه ورسره په کورلاموټرو کې سپاره وو له وسلو اودوه کورلاموټروسره وتښتول .


ذبيح الله مجاهد چې ځا ن دوسله والو طالبآنووياند معرفي کوي له يوناڅرګند ځاي څخه دټليفون په کرښه په کآبل کې دلر اوبر سيمه ايز خبريال ته وويل چې ددوي مجاهدينونن له غرمې وروسته دنرخ ولسوالۍ اړوند ددرانيو په سيمه کې چې دکآبل کندهار پرلويه لار پرته ده درې اکمالاتي موټر وسوځول .


مجاهد زياته کړه چې ددغه موټرو ترڅنګ يې په دوه کورلاموټرو کې سپاره شپږ تنه دولتي سرتير دشپږ وکلاشينکوپونو اوکورلاموټرو سره تښټولي دي .


دوردګو ولايت امنيه قوماندان جنرال مظفرالدين يوازې ددرې موټرو سوځيدلي مني خودسوله والو ادعا چې سرتيري يې تښتولي  دي نه مني .


وردګ يوه اله ناامنه ولايتونوڅخه دي چې درې وځې وړاندې يوچينايي انجينر هم په کې تښتول شوي ووچې نن له غرمې مخکي روغ رمټ راخوشي کړل شو



بل لور ته تښتول شوي انجينر راخوشي کړل شو


دميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان جنرا ل مظفرالدين وويل چې دغه انجينر يې نن له غرمې وروسته دقومي اوسيمه ايزومشرانوپههکارې راخوشي کړ
دغه انجينر درې  ورځي وړاندې تښتول شوي وو .