کور / تازه خبرونه / څلورو واليانو خپلي ستونزي او غوښتني له ملګرو ملتونو ادارې سره شريکي کړې

څلورو واليانو خپلي ستونزي او غوښتني له ملګرو ملتونو ادارې سره شريکي کړې

د کندهار ولایت په مقام کي د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي په ګډون د هلمند والي حیات الله حیات، د زابل والي بسم الله افغانمل او د روزګان والي محمد نذیر خروټي د خپلو ولایتونو ستونزې د ملګرو ملتونو له لوړ رتبه پلاوي سره په یوه ګډه غونډه کي شریکې کړې.

د کندهار والي ټولو مېلمنو ته هر کلی ووایه او دغه ډول ناستې یې ډېرې ګټورې وبللې. ده وویل: د ملګرو ملتونو له پلاوي څخه مي هیله دا ده چي زموږ ستونزو ته په نړۍ واله کچه انعکاس ورکړي او د وارسا په څېر لویو نړۍ والو کانفراسونو ته یې هم ورسوي. څرنګه چي تاسو خبریاست او سمهال د نړۍ والو ځواکونو شمېر کم سوی او د امنیتي چارو ټول مسؤلیت د افغان ځواکونو پر غاړه دی، له همدې امله مو هیله دا ده چي نړۍ وال له موږ سره د افغان پوځ په رزونه او تجهیز کي پوره همکاري وکړي. کندهار هغه ولایت دی چي تېرو ناخوالو سخت ځپلی او هر اړخیزې رغونې ته اړتیا لري. په تېرو ۱۵کلونو کي چي کومې مرستې سوې د هغو ټول تاکید یوزاي د نړۍ والو ځواکونو له خوا پر جګړیز عملیات وو چي د ولایت د اوسېدونکو په ورځني ژوند کي یې چندان مثبت رول نه دی لوبولی، نړۍ وال باید له موږ سره د انکشافي پروژو، بیا رغونې، زیربناوو د جوړولو، زراعت، معارف، ښې حکومتولۍ ظرفیتونو د لوړولو، قانون په تطبیق او اجتماعي عدالت په پلي کولو کي پوره مرسته وکړي.

کندهار ولایت د زراعت په برخه کي ځانګړې ستونزې لري چي پخوا په دې برخه کي یو څه کار سوی مګر کافي نه دی، د معارف برخه مو هم له ګڼو ستونزو ډکه ده، په ۳ ولسوالیو کي د معارف خدمات له نشت سره برابر دي، د کندهار ښار صرف شپږ سلنه اوسېدونکي صحي اوبو ته لاس رسی لري چي دا حالت په لیري پرتو سیمو کي تر دې هم بدتر دی او د روغتیايي خدماتو په لړ کي موږ یوزاي ۴۰سلنه نفوسو ته خدمات وړاندي کولای سو.

زموږ غوښتنه دا ده چي دلته باید بندونه وتړل سي، د ابو سسټم عصري سي او د کرکیلې په برخه کي داسي پروګرامونه تطبیق سي چي هم معیاري وي او هم د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کړي. په افغانستان او خصوصا جنوب لوېدیځو ولایتونو کي د ناامنۍ او مخدره توکو د کښت او کاروبار یو علت همدا د اقتصادي او اساسي پروژو نه پلي کول دي، که خلکو ته کار وبار پیدا سي، هغوی ته د زراعت، اوبو لګولو، معارف او ژوند د نورو څانګو کي اړین خدمات چمتو سي نو ډېر ژر به روانې ناخوالې پای ته ورسېږي، خو تر څو چي د رغونې، حکومتولۍ، معارف او له فساد سره د مبارزې په برخه کي اساسي کار نه وي سوی موږ د ژور بدلون او پراخ پرمختګ تمه نه سو کولای.

ښاغلي عزیزي همداراز د ملګرو ملتونو له یاد پلاوي څخه غوښتنه وکړه چي کومې نړۍوالې موسسې لکه یونیسکو او داسي نوري دلته ساحوي دفترونه نه لري، هغوی دي په کندهار کي خپل دفترونه پرانیزي.

د زابل والي ښاغلي بسم الله افغانمل هم پر خپل وار د امنیت، انکشافي پروژو، بیا رغونې، معارف، له فساد سره د مبارزې، ښې حکومتولۍ او نورو اساسي پروژو په برخه کي خپلې غوښتنې وړاندي کړي او د ملګرو ملتونو له پلاوی یې وغوښتل چي نړۍ وال دي د زابل په څېر یوه وروسته پاتي ولایت ته خاصه او پراخه پاملرنه وکړي.

د روزګان والي محمد نذیر خروټي هم پر خپل وار د دې ولایت ستونزې له ګډونوالو سره یادې کړې او ویې ویل: روزګان هم د افغانستان د نورو برخو په څېر وروسته پاتی ولایت دی، په امنیتي، اقتصادي، تعلیمي او ټولنیزو برخو کي پراخو مرستو ته اړتیا لري. همدا اوس هم د کندهار-ترینکوټ لار بنده ده او په خپله د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو تر منځ لار هم له سختو امنیتي ننګونو سره مخ ده. موږ د امنیت په برخه کي د نړۍ والې ټولنې خاصې پاملرنې ته اړتیا لرو.

د هلمند والي حیات الله حیات هم د امنیت په اړه اوږدې خبرې وکړې، په دې ولایت کي پر موجود پوځي حالت یې رڼا واچوله، د افغان ځواکونو له لوري د پيل سویو عملیاتو په اړه یې مالومات وړاندي کړل او د دې ترڅنګ یې د معارف، حکومتدارۍ، بیا رغونې، مخدره توکو او له فساد سره د مبارزې په اړه خپلې ستونزې یادې کړې.

د سوېل لوېدیځ زون د والیانو تر څرګندونو وروسته په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستیال وویل: کندهار ته زمو د راتګ هدف دا دی چي پوه سو تاسو په کومو برخو کي خاصې ستونزې لرئ او زموږ کار په کوم ځای کي ښه اغېز درلودای سي.مګر زه باید تاسو ته ووایم چي د لویو اساسي پروژو پلي کول زموږ دنده نه ده دا د نړۍ وال بانک او دغسي نورو جهاني سازمانونو کار دی. زموږ د مرستو ساحه بشري مرستې، روغتیا، زراعت او د انساني حقوقو په تېره د ښځو د حقوقو خوندي کول دي.

دا مهال زموږ د کار ساحه دوه شیان دي، لومړی له کډوالو سره مرسته چي کېدای شي دغه مشکل په راتلونکي کي نور هم پراخ شي، په دې اړه مو په کابل کي هم له چارواکو سره خبرې کړې دي. له تاسو هم د مرستې هیله لرو. موږ په دې برخه کي د نورو مرستو ژمنه کوو، که څه هم د ثبت او راجستر پروسه یو څه ورو ده، خو موږ به هڅه وکړو چي لږ تېزه سي. دویم شی له ټپیانو سره مرسته ده چي باید هغوی ته پر وخت اړین روغتايي خدمات ورسوو.

تر دې وروسته به د اقتصادي پرمختګ، ټولنیزو ستونزو د حل، خلکو ته د اړینو خدماتو رسولو، حقوقو د تامین، قانون د تطبیق او مساوات رامنځ ته کولو په برخه کي کار وکړو چي همدا زموږ د مرستو ساحه ده. موږ به خپل پلان له تاسو سره شریک کړو تاسو د هغه په چوکاټ کي خپلې ستونزې راسره شریکې کړئ.

موږ د سیمیزې حکومتولۍ، د بشري حقوقو د ساتنې او قانون د تطبیق په ساحه کي مرستې ته چمتو یو.موږ هڅه کوو چي په ولایاتو کي خپل ساحوي دفترونه پرانیزو او د خپلو مرستو کچه ۴۰زیاته کړو. مګر دا چارې د اوس لپاره ممکنې نه دي، موږ به له نړۍ والې ټولنې سره خبرې کوو او د دې لپاره به مناسبې منابع پیدا کوو.

په پای کي د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي د ملګرو ملتونو له راغلي پلاوي، د هلمند، زابل او روزګان له والیانو او نورو مېلمنو څخه مننه وکړه او یو ځل یې بیا وویل چي که نړۍ واله ټولنه غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي او افغانستان پر خپل ځان متکي سي نو زموږ دغه ستونزې دۍ نړۍ ته ورسوي چي هغوی له موږ سره د زیزبنايي پروژو په برخه کي کومک وکړي.

صدیق الله پوپل کندهار