کور / تازه خبرونه / د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د کابل-کندهار د ټرافيکي پيښي له ټپيانو سره د ۵لکه افغانيو مرسته وکړه

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د کابل-کندهار د ټرافيکي پيښي له ټپيانو سره د ۵لکه افغانيو مرسته وکړه

 

.hide{display:none}
(function() {window.klTabId_kis=’ie_6220_0x8575d14′;})();(function () {

var klTabIdEventName = “klTabId_kis”;
if (document.createEvent) {
var fireEvent = document.createEvent(“Event”);
fireEvent.initEvent(klTabIdEventName, true, true);
window.dispatchEvent(fireEvent);
} else if (document.createEventObject) {
// Due to ie8 limitations (it doesn’t support user custom events)
// we use document.documentElement.klTabId_%PRODUCT% attribute for custom event emulation.
// Incrementing this attribute emits ‘propertychange’ event,
// for supporting ie8 you should attach ‘propertychange’ handler on document.documentElement
// and skip all calls except then event.propertyName == klTabIdEventName
if (document.documentElement[klTabIdEventName]) {
document.documentElement[klTabIdEventName] = 1;
}
else {
document.documentElement[klTabIdEventName]++;
}
}
})();

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د کابل-کندهار د ټرافيکي پيښي له ټپيانو سره د ۵لکه افغانيو مرسته وکړه

تېره يکشنبه د کابل-کندهار پر لويه لار د دوو ۳۰۳ ډوله موټرونو او يوه ټانکر موټر تر منځ ټرافيکي پېښه وسوه چي لسګونه کسانو ته پکښي مرګ ژوبله واوښته. له ټپيانو څخه د تداوۍ په موخه ۱۰ تنه ميرويس روغتون ته راوړل سوي ول چي نن ماځيګر د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي په لاس ۵لکه افغانۍ ورکول سوې.

جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني له طبيعي پيښو سره د مبارزې وزير ته امر کړی وو چي د دې پيښي له قربانيانو سره نقدي مرسته وکړي. د ولسمشر له امر سره سم ښاغلي شمسي چي له طبيعي پيښو سره د مبارزې مرستيال او د ميرويس روغتون سرطبيب يې ملتيا کوله، يو ساعت مخکي هر ټپي ته ۵۰زره افغانۍ ورکړې او د ميرويس روغتون مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه څو د يادو ټپيانو سمه تداوي وکړي.

صدیق الله پوپل کندهار