کور / تازه خبرونه / کرزی پاکستان ته سفر کوي

کرزی پاکستان ته سفر کوي

د پخواني ولسمشر، حامد کرزي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې چې کرزی به پاکستان ته سفر کوي.

نن په کابل کې د پاکستان سفر، سید ابرار حسین حامد کرزي ته د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف هغه لیک وسپاره چې په کې ښاغلي کرزي ته پاکستان ته د تللو بلنه ورکړ سوې وه.

حامد کرزي ویلي ترهګري او افراطیت د سیمې ګډ دښمن دی او رښتینې مبارزې ته اړتیا لري

پخواني ولسمشر له نوازشریف څخه د مننې تر څنګ ویلي چې په یوه مساعد وخت کې به دغه هېواد ته سفر وکړي». کرزي هیله څرګنده کړې چې سفر یې د ترهګرۍ او تاتریخوالي د ختمېدو لامل سي.

پخوانی ولسمشر له کورناستۍ وروسته د پاکستان ضد دریځونو او څرګندونو په نیولو سره د رسنیو سرټکی شوی دی. د کرزي سفر پاکستان ته ځکه مهم ګڼل کېږي، چې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو بې باوریو یو ځل بیا سیوری غوړلی.