کور / کتاب / [د محمد حامد حلیمی دوه نوي کتابونه چاپ شوي دي]

[د محمد حامد حلیمی دوه نوي کتابونه چاپ شوي دي]

تیره ورځ د ښار په کتاب پلورنځیو کې د کتاب اخیستولو په نیت ګرځیدلم، چې ناڅاپه مې د نسخې لیکنې لارې چارې تر سرلیک لاندې یو کوچنۍ کتاب ګوټۍ تر سترګو شو. لاندې مې چې ترې وکتل د ښاغلی محمد حامد حلیمی نوم پرې لیکل شوی و. کتاب مې راوخیست او په غور مې لاندې باندې وکوت. په ریښتیا هم د ډیرې ښې موضوع په هکله لیکل شوی و. څو ګامه لا تللی نه وم چې یو بل د شین پوښ لرونکی کتاب مې ځانته پام ورواړولو چې سرلیک یې و:


غلام صدیق مخترع د مطبوعاتو په هنداره کښي .


د هیواد د وتلی مخترع صدیق مخترع د نوم په لوستلو مې چې له ډیرې پخوا څخه مې نوم اوریدلی وو نو ډیر خوښ شوم چې ښه خو دا ده چې د نوموړی په هکله هم زموږ کوم د قلم خاوند څه راټول کړی او یا لیکلی دي. چې ومې لوست نو دا کتاب هم تکړه لیکوال او ځوان د قلم خاوند محمد حامد حلیمی راټول کړی، کمپوز کړی او یوه ښکلی سریزه یې هم پرې لیکلی وه.


حلیمی صاحب خو مې لیدلی نه دی خو لومړی ځل مې یې څو کاله د مخه د یوې موضوع په هکله د هیواد په ورځپاڼه کې یو مطلب ولوست او له نامه سره یې آشنا شوم.


دواړه کتابونه مې واخیستل او چې کورته ورسیدم نو وار له مخه مې یې په لوستلو پیل وکړ.


دواړه کتابونه ډیر د ارزښت وړ او د پښتو په ستر سمندر کې یوه ډیره د پام وړ زیاتونه ده.


زه د دې تر څنګ چې قدرمن حلیمی صاحب ته د دغه شان ارزښتمنو آثارو لیکلو په برخه کې د لوی خدای ج له دربار څخه د لازیاتو بریالیتوبونو هیله کوم، د نوموړی د نورو آثارو لیکلو او خپرولو ته سترګې په لار یم.