کور / هراړخیز / ګټور هدف ايښودل

ګټور هدف ايښودل

 ژ/ساحل منګل

دهر انسان هدف دهغه د نني شخصيت ښکارندوی دی، هغه شخصيت، چې دانسان ظاهري  حالت ته بڼه ورکوي، دهر ډول هدف لاس ته راوړل، چې هر څومره وړوکی وي په ځان کې دمثبت فکر د رامنځ ته کولو لامل کيږي خو، څه ډول هدف دلاس ته راوړلو وړ دی ؟ يا په بله ژبه هدفونه بايد څه ډول وټاکل شي تر څو په سمه توګه سرته ورسيږي او ښه پايله ترې واخلو.

دغه بحث، چې څنګه خپل هدف کيږدو او هغه څنګه لاس ته راوړو مستقيمه اړيکه لري .هغه هدف، چې د هغې په پېژندلو کې کم معلومات ولروهغې ته په رسيدو کې به ستونزې ولرو او هغې ته درسيدو د لارې په منځ کې دريږو.ځينې وختونه زمونږ هدفونه زمونږ د ارښتونو څخه په اشتبا ټاکل شوي وي، مونږ په خپلو ارزښتونو پسې شپه ورځ منډې وهو ولې په لومړۍ کې بايد پوه شو، چې د هدف تعريف او دهغې ارزښت هر يو بېل بېل دي .

ارزښت :هغه څه دي، چې مونږ دهغې  د رسيدو لپاره نهايي کوښښ کوواومونږ هدفونه دخپلو ارزښتونو په مسير کې ټاکو، مونږ په خپلو ارزښتونو باندې ډېر پوهيږو مثال کسب او کمال، پرمختګ، خوشبختي، نيکمرغي او نور……..

هدف:دقيقه غوښتنه، دلاس ته راوړلو وړ، داندازې وړ، منظم اودقيق، په پوره ډول روښانه او مشخص دی.

دبېلګې په ډول په مالي برخه کې غواړو، چې يو لک ډالرنغدې پيسې ولرو.

کاري هدف :غواړو، چې د خوراکي توکو يو دکان ولرو .

اخلاقي هدف :غواړو،چې دروغ ونه وایو.

داهدافو د ټاکلو معيار څه شی دی ؟

په لومړۍ کې بايد هغه هدف، چې غواړو هغه ته ځان ورسو وګورو، چې هغه ته رسيدل ارزښت لري او که نه، يا داچې هغه هدف، چې مونږد ځان لپاره ټاکلی هغې ته په رسېدو سره ته به خپلو موخو ته ورسيږو؟دغه هدف ټاکل ورته اړتيا لري؟ ايا مونږ دې ته هدف ته په رسيدو کې اړتيا لرو؟ ايا دغه هدف ګټور دی ؟ 

په ارواپوهنه کې د هدف کلمه په انګليسي ژبه کې د smart په نامه راغلې ده، چې د باهوشه په معنی دی.چې په دې صورت کې ددې کلمې هرحرف په لومړۍ کې د هدف د ټاکلو يو کليدي ټکی دی .

۱ (Specific)(مشخص)هدف بايد مشخص او معين وي لکه(ديوه موټر ترلاسه کول)

۲ (Measurable)( داندزه کولو وړ)هدف بايد داندازه کولو وړ وي، چې وکولای شو حتی د هغه خصوصيات هم له اوسه تعين کړو (لکه سپين موټر ۲۰۱۰ ماډل ) 

۳ (Attainable) (دلاس ته راوړلو وړ) هدف بايد د لاس رسي او د لاس ته راوړلو وړ وي (يو موټر، چې په افغانستان کې پيداشي ) هدف بايد ډير زيات لوی او عجيب غوندې نه وي .لوړو هدفونو ته د رسيدو لپاره بيا مونږ زياتو کارونو اوچمتوالي ته اړتيا لرو، چې په پايله کې کار او چمتوالی په خپل ذات کې يو برياليتوب دی .

۴ (– Relevant)(مناسب) هدف بايد زمونږ دغوښتنو او علاقي سره سم وي (زه له سپين موټر سره علاقه لرم، چې ۲۰۱۰ ماډل وي ) البته په ځينو وختونو کې له نوي موټر سره دسړي مينه پيدا کيږي او په ځينو وختونو کې له زړو موټر سره په دې، چې ښه وي او کم مصرف کوي .خو ځينې وخت پوهيږو، چې علاقه نه ورسره لرو خو هدف ګټور دی بايد په وړاندې ېې اقدام وکړو او دهغې هدف د لاس ته راوړلو لپاره علاقه هم پيدا کړو.

۵ (time bound)(مناسب وخت) په داسې واټن يا وخت کې وټاکل شي، چې هغه ته په محدود وخت کې لاس رسی ولرو، (غواړو، چې يو ۲۰۱۰ ماډل موټر تر راتلونکي يو کال پورې ترلاسه کړو) چې له دې څخه ېې وخت کم يا زيات نه وي، د مثال په ډول د نشيي توکو په پرېښودلو کې چې شايد په يوه ورځ کې دا کار وکړو مګر درې ورځې وروسته بيا تکراريږي ولې که د نشي پريښولو لپاره يوه مياشت وټاکل شي نو د ورځې ورځې په تيرېدو سره به خپل هدفته ورسيږو.

ديادو معيارونو په پام کې نيولو په پايله کې يو ښه او باارزښته هدف ټاکلی شو.

څه وکړو، چې تر څو يوګټور هدف وټاکو ؟

ـ بايد وپوهيږو، چې څوک يو او څه خصوصيات لرو. مثلا دومره قوي نقطې يا ځانګرتياوې لرو، چې دې هدف ته په رسېدو کې له مونږ سره مرسته وکړي نو وروسته بيا خپل هدف تعقيب کړو اويا داچې کوم ضعيف ټکي لرو، چې دې هدف ته په رسېدو کې مونږ ستومانه کوي  نو د داسې ټکيو په لرې کولوکې بايد اقدام وکړو د مثال په ډول يو له مهمو ټکيو څخه د انسانانو لټي،  تمبلي او همدارنګه ناهيلي ده چې له پرمختګه  ېې راګرځوي .

ـ هغه خلک، چې هدف ته په رسېدو کې له مونږ سره مرسته کوي په دې معيارونه ټاکو، چې لویه دنده  او لوی کاروبار لري بلکې داسې څوک وټاکو،چې هدف ته په رسېدو کې له مونږ سره ريښتوني مرسته وکړي دا ډول کسان که بزګر هم وي .

ـ  د هدف په لوري مزل په پوره ډاډ او په نفس باندې د باور لرلو سره پيل کړی، هيڅ شی زمونږ د پرمختګ مخه نشي نيولی او هيڅ داسې څه نشته، چې زمونږ روحيه ضعيفه کړي .

ـ د هدف له ټاکلو وړاندې بايد د هغه په اړه پلټنه وکړواو دهغې پر وړاندې، چې کومې ننګونې او ستونزې پرتې وي په هغوځان  وپوهو تر څو په خپل غزم او په سړه سينه هغه لرې او پر مخ لاړشو.

ـ د لارې په تللو کې لازمې وسيلې  له ځان سره ولری لکه اميداواري،کوښښ،مثبت فکر، جذبه، ټينګار اونور…….

ـ هدف بايد دلاس ته راوړلو په حال کې وګورو، چې په دې لاره تلل ارزښت لري اوکه نه؟

ـ مهمواو ارزښتناکو هدفونه ته بايد لومړيتوب ورکړو.

څو ټکي .

يو هندی  متل دی وايي د هر کار د تر سره کولو لپاره د ۱۰۰۰ ورځو فعاليتونو ته اړتيا ده .

د هدف نه لاس ته راوړلو يو لوی لامل دادی، چې کله کله انسان له يوه  خاښ څخه بل خاښ ته ټوپ اچوي .

هدف ته په نه رسيدو کې  يوخنډ دادی، چې يا له چا سره مشوره نه کيږي او يا ېې هم په اړه اړين معلومات نلري 

Sahilmangal39@gmail.com