کور / راپور / د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابونو نندارتون پرانيست

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابونو نندارتون پرانيست

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرور کاینات خپرندويي ټولني سره په ګډه د کتابونو نندارتون پرانیست.

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیهقي خپرونو ریاست په هڅو د پنځلس زره عنوانه کتابونو، دغه نندارتون به د رارواني غبرګوالي میاشتي تر اتلسمي نیټې په شل سلنه تخفیف دوام کوي.

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني د نندارتون په پرانیستونکو مراسمو کي د کتاب د لوست پر وده ټینګار وکړ او د نندارتونونو جوړول یې په دغه برخه کي هڅوونکي ګامونه وبلل.

 

ښاغلي جهاني په هیواد کي د کتابونو د لیکني، خپراوي او لوست د پیاوړتیا په موخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لسګونو کتابونو د چاپولو، عامه کتابتونو د جوړولو، لیکوالو د هڅولو، د دوه نیم مېلیونه افغانیو په لګښت کتابونو پېرلو او نندارتوننو جوړولو، د وروستیو تصمیمونو او فعالیتونو توضیحات وړاندي کړل. دغه راز یې په علمي چارو کي د حق الزحمې د نوي مقررې یادونه وکړه چي د نافذېدو په صورت کي به یې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته سي. 

 

د یادوني وړ ده چي اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کابل کي د کتاب خپروونکو او پلورونکو بنسټونو لپاره، د یوه ځانکړي مرکز ټاکلو په موخه د اولسمشرۍ لوړ مقام ته وړاندیز کړی دی، چي په منظورېدلو به یې، په دې برخه کي، ګڼي ستونزي حل سي.