کور / راپور / (د لغمان د ځوانانو پرمخ به دشپې پوهنتون دروازه پرانستل شي. (د لوړو زده کړو وزیره

(د لغمان د ځوانانو پرمخ به دشپې پوهنتون دروازه پرانستل شي. (د لوړو زده کړو وزیره


دا څرګندونې نن ورځ د لوړو زده کړې وزیرې اغلي پوهنوال فریده مومند لغمان ولایت ته دترسره شوي سفر پرمهال دلغمان والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ دولایت مقام دغونډو په تالار کې جوړې هغې غونډه ته د وینا پرمهال په ډاګه.image
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د لوړو زده کړو وزارت وروستي تلاشونه او مثبت پرمختیايي بدلونونه او دکانکور په سرنوشت ټاکونکې پروسه کې بشپړ شفافیت اوروڼ والی وستایه او داغلې مومند يې وغوښتل چې لغمان ته لکه دنورو ولایتونو په څېر پوره حقوق ورکړي او ددغه ولایت ځوان پوهنتون چې یوازې یوه دوره فارغان يې ورکړي په هر اړخیز ډول په پښو ودروي.
ښاغلي نعیمي د پوهنتون دڅلور دیوالۍ ،د تدریسي بلاکونو،لېلې او نورو اړینو تاسیساتو دجوړیدو په برخه کې له اغلې وزیرې دبشپړې همکارې او پاملرنې غوښتنه وکړه او یادونه وکړه چې ددې ترڅنګ دې دلغمان ځوانانو ته په تحصیلي بورسونو کې هم پوره ونډه ورکړل شي،څو مستحق ځوانان وتوانیږي له هېواده دباندې خپلې لوړې زده کړې وکړي.
د لوړو زده کړو وزیرې دوکتور پوهنوال فریده مومند بیاپه خپلو خبرو کې دولایتي ادارې له رهبري دمننې ترڅنګ دخپل سفر دموخې په اړه وویل؛ لغمان ولایت ته د راتګ څخه ترټولو عمده موخه مې په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو دبهیر څخه لیدنه او دستونزو ارزول و، ټولو ته يې ډاډ ورکړ چې په راتلونکي تحصیلي کال کې به دلغمان پوهنتون ټول اړینې اړتیا وې پوره او دتدریسي بلاکونو،څلور دیوالۍ او دنجونو دلېلې د تاسیساتو د ودانولو ترڅنګ به ورته په دې برخه کې ټولې ستونزې حل کړي او هم به د ولسي غوښتنو سره سم په راتلونکو شپږو میاشتوکې دشپې پوهنتون درواره ددغه ولایت دځوانانوپرمخ پرانیزې ،څو د زده کړو مینوال وکولی شی چې دشپې لمخې خپلې زده کړې پرمخ یو سي.
پوهنوال فریده مومند دخپلو خبرو په وروستیو کې دلغمان ځوانانو ته په نورو هېوادونوکې دزده کړې دفرصتونو برابرولو په برخه کې وویل ،د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې ټولو ته یوشان خدمات ترسره کړي،اغلې مومند د برسونو له لارې نورو ملکونو ته دځوانانو دلیږلو په برخه کې وویل،تلاش مو دادی چې ټولو ولایتونو ته یو شان حقوق ورکړو،دلغمان ځوانان هم زموږ په پروګرام کې دي چې وخت په وخت به يې د ازادو او شفافو سیالیو له لارې دبرسونو په مټ نورو ملکونوته د زده کړو په موخه ولیږو.
دیادونې ده چې دغونډې وروسته د لوړو زده کړو وزیرې اغلې پوهنوال فریده مومند دراغلي راغلی پلاوی،لغمان والي عبدالجبار نعیمي او راغلو میلمنوپه ګډه د لغمان پوهنتون دبېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه

امیرزېب دُراني