کور / سياسي / سړه جګړه د خپل پيل څخه روانه ده

سړه جګړه د خپل پيل څخه روانه ده

امريکايي چارواکي  د۲۰۱۶ کال دمی ۹ مه  دروسې پلازمېنې مسکو په سره ميدان کي  د پوڅي پرېټ  ننداره دسړې جگړې پيل بولي . دهمدې پريټ نه وروسته  امريکا د پخوانيو همگټوهيوادونو په يوشمير هيوادوکي داروپانه ددفاعی سيستم په نوم راکټونو نسبول داروپادامنيت لپاره اړين وبلل .حې له امله یې په گورجستان ،لهستان  اوهم ترکيه کي داروپادامنيت ساتنې  په نوم راکټونه  ځاي پرځاي کړل .

 زه په شرقی اروپاکی  دامريکا اوناټو لخواد نور ددفاعی راکټونودځاي پرځاي کولو او دروسې دغبرگون په هکله بحث نه کوم دامسله به يوڅه نوره اوږده سي وروسته به دنظر څرگندولو پراخ امکان پيداسي  .

زما له نظره دزبرځواکوترمنځ سړه جگړه دخپل لو مړنی پيل نه يعنې ددوهمې نړيوالي جگړې دپايته رسېدونه  بيا  تراوسه  په مختليفو بڼو دوام لري . البته دشوروی نظام دړنگډوسره یې دڅه مودې لپاره  بڼې تغير وخوړ،خو داجگړه روانه وه .

دشوروی نظام دنړېدوسره امريکا ځان دنړۍ زبرځواک باله اوپه روسيه کې يې دلنډي مودې لپاره خپل پلانونو پيلی کول کړه .خو ډير ژردروسیې  نوی مشرتابه  ددوي ددې موخې  په پوهېدوسره ځان ته تکان ورکړ او اوس روسيه هغه ۱۵ کاله  پخوا روسيه نده .ددې هيوادمشرتابه ځانته اوس داحق ورکوی چې په نړيوالو مسايلو اونړيوالو گټوکي ځان له امريکا اواروپاسره شريک و بولي اوخپل حق غواړي . اوس د روسې دولتی مشرتابه دخپلو ملي، اقتصادي  اوپوځۍ امکاناتوپه لرلوسره ځانته دا حق ورکوی چي امريکا او اروپايي ټولنې سره خپلې سيمه ايزي گټې دخبرودميزپر سر مطرح  اوله هغونه دفاع وکړي .

زما له نظره دشوروی نظام په ړنگېدوسره په نړۍ کي ديو شمېر لنډ ليدو کسانو په اند سړه جگړه پايته ورسېدل اوپه ټولو ډله ايزو رسنيوکي يې دا نغاره اورېدل کېدل .ماهغه وخت هم خپل دانظر چي سړه جگړه پايته نده رسېدلې،بلکی دجگړې بڼې تغيرخوړلی  په خپلو يوشمير ليکنوکي ورته اشاره کړې . 

ما داپروسه دماشومانوخوښی بللې اوس دادی هغه چي ماورته ددوي دويناو يله، دعلمی اوکلتوري  مخې دماشومانو خطاب وکړ . اوس يوځل بيا زماسره همږ غی کيږی . اود۲۰۱۶ کال دمی دنهمې دمسکو  پوځی پرېټ دسړې جگړې پيل بولی، چې په تکرار وايم دایې دوام دی ، نه پيل . داقتصاد او سياست دسيمه ايزو گټو اصولوته په پاملرنه دبشری ټولنې دپيدايښت اودوام سره به دا دگټو ترلاسه کولو جگړه روانه وي .همدا جگړه چي کله کله سياسيون دسياسی موخو لپاره مختلف نومونه ورکوي  خودا همدا سړه جگړه  ولي دجگړه ايزو چارواکو دسيمه ايزوگټولپاره روانه ده ،يوازي بڼه یې تغير خوری ،موخې هغه دي چې دوي یې ددواسم لپاره هڅي کوي  .

 

بلې! دتل پشان روسې  اويا پخوانی  شوروی اتحاد دهمدې مۍ دمياشتی په نهمه چې دفاشيزم دماتی نړيواله ورځ ده اودروسانو لپاره تاريخي ارزښت لري  ،خپل پوځی ځواک نندارې ته وړاندي کاوه اوپدې ورځ به یې ، پدې پوځی پريټ کي نوی وسلې ننداري ته وړاندي کولې . دوي دا کار سږ کال هم وکړ  اوخپلې يوشمېر البته  نه ټولي پوځی  نوی وسلې یې  پدې پوځی پريټ کي  دنړيوالو نندارې ته وړاندي کړې ،ترڅو هغوي یې دسر په سترگو ووينی چي روسيه کوم ډول نوی وسلې لري .

 

زما له نظره دايو معمولي کار وو،نه داچې يوشمير اروپايي او امريکا چارواکي ورته دسړې جگړې  دهغې چې دوام لري پيل وايي .