کور / تازه خبرونه / په روزګان اوزابل کی ۱۶ تنه وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په روزګان اوزابل کی ۱۶ تنه وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۲۰۵ اتل قول اردو څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي خبر ورکول سوي، چي ځواکونو يې دنورو امنيتي ځواکونو سره په همږغۍ په تيرو څلورويشت ساعتونوکي د روزګان ولايت په دهراود او د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کي دګډو چاڼيزو عملياتو پرمهال ۱۶ تنه وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او ترڅنګ يې په يادو ولسوالیو کي د دښمن لخوا ۲۴ کړۍ ماينونه هم ،چي پرلارو او کوڅو باندي ښخ کړل سوي وه دانجينرۍ ټيم په مرسته خنثي سوي دي.