کور / تازه خبرونه / كوټه: مجرم په محكمه كي ووژل سو

كوټه: مجرم په محكمه كي ووژل سو



يوه وسله وال كس په داسي حال كي د كوټي د ښاري محكمې مخته يو مجرم وواژه، چي نوموړى د پوليسو له خوا د محكمې قاضيانو ته د پخواني جرم په خاطر راوستل سوى و.
پوليس وايي د مجرم قاتل يې نيولى دئ او پوښتني ترې رواني دي.
د كوټي په ښار كي د پاكستان د نوي پارلماني حكومت تر جوړېدو وروسته د وسله والو ترورونو او غلاوو كچه لوړه سوي چي نيژدې هره ورځ دغسي پېښي كېږي. پرون په سپينه ورځ پر جناح روډ يو پوليس، او په بروري كي درې كسه لارويان وسله والو ووژل.
همدا راز پرون د كوټي په سيټي تاڼه كي هم يوه چاودنه سوې وه، چي يو تن پوليس يې ټپي كړى و.