کور / راپور / خپلواک ادبي ټولني او پښتونخوا ادبي غورځنګ ګډه غونډه

خپلواک ادبي ټولني او پښتونخوا ادبي غورځنګ ګډه غونډه

تېره ورځ د سهیلي پښتونخواپه تاریخي ښارکوټه کښي دپښتون آبادپه سیمه کښي دخپلواک ادبي ټولني غونډه وسوه په غونډي کښي دپښتونخواادبي غورځنګ وملګروته هم دګډون بلنه ورکول سوې وه.دپښتونخواادبي غورځنګ یوڅوملګروپه دې غونډی کښي ګډون وکړی.په غونډی کښي نورومېلمنولکه ښاغلي پوهاند محمود ایاز ،پوهاند نظرمحمدپانیزي،ندامحمد،سرداربصیرخلجي ګډون درلود.په غونډه کښی دپښتوژبي نامتولیکوال اودورځپاڼي هېوادمسول مدیرسلطان محمدصابرپه مرګ باندي خواشیني څرګنده کړل سوه.اودارواښاددپاره فاتحه خواني وسوه .


دغونډي پیل دتلاوت څخه وسوو.دغونډي په پیل کښي ښاغلي پوهاندمحمودایازوویل چي پښتون قام او پښتوژبه خواره ده.نه پښتوژبه دلته سرپرستي لري اونه پښتون قام.که په نړۍ نزواچوونوپښتون که پښتونخواکښي مېښت دي که په افغانستان کښي اویاکه دنړۍ په بل کونج کښي مېښت دي هرځاي له ستونزوسره مخامخ دي.شاعران اولیکوالان دي وپشتون قام ته یومرام یوفکرورکړي.


زه پخپله له تېرودیرشوکالوراهیسي دپښتوژبي چوپړکوم زه دانه وایم چي مادپښتوژبي خدمت کړي دي.شاعران اوادیبان ډیرمخلسه دي.دوي باچهی نه غواړي دوي یواځي دپښتوژبي پرمختګ غواړي.اوس وخت راغلي په اوسني وخت کښي په زرګونوپښتانه لګیادي دخپلي ژبي چوپړکوي.نومړي وویل چي ټل ادبي ټولنه چمن له اړخه دپښتونړیواله کانفرنس کېدونکي دي پکاردی چي ټوله لیکوال په دې کښي برخه واخلي.اودکانفرنس دپاره دي دکالدارومرسته وکړي.په دې مهال دخپلواک ادبي ټولنه اودپښتونخواادبي غورځنګ ملګروورسره ومنله چي دکانفرنس دپاره دخپل توان سره سم مرسته کوي.


په دې مهال نامتولیکوال حیات الله عتیق دکانفرنس دپاره پینځه سوه کالداري ورکړې.وغونډي ته دویناکولوپه مهال پوهاندنظرمحمدپانیزي وویل چي پښتنودنړۍ په یوشمېرهېوادوواکمني کړې ده.پښتوژبه زړه ژبه ده.په پښتونخوااوپاکستان کښي یواځي دلکوکسانوژبه ده.دلته دپښتوژبي دپرمختګ دپاره هیڅ یوډول عملیات نه کېږي.دلته سرکاردپښتوژبي اوپښتنوپسې ټوپک راخستی دي.


سرکاردپښتوژبي پرمختګ نه غواړي.دیوڅوسیاسي مشرانوپرته چي په حقیقي توګه دپښتوژبي خدمت کوي بل څوک نسته.چي دپښتوژبي دپرمختګ دپاره کاروکړي.موږدباچاهي تخت نه غواړوموږیواځي دپښتوژبي پرمختګ غواړو.راځي ټوله په ګډه توکه دپښتوژبي خدمت ته لیڅي راپورته کړواوپشتوژبه دنوروژبوسره دسیالي په چوکاټ کښي وودروو.دپوهانددویناوروسته په مشاعرې پیل وسوو.په مشاعرې کښي نوموړوشاعرانوبرخه واخیسته:


محسین حسنی(خپلواک ادبي ټولنه):


نن دي څوک کونډي یتمان وژني


څوک دي سپین ږېري څوک ځوانان وژني


محمدقاسم ابدال(خپلواک ادبي ټولنه):


موږته دامان ضرورت دي ته دنیالټوې


دلته دعلم ډیرکمښت دي ته سزالټوې


بشیرارماني(خپلواک ادبي ټولنه):


آغاجان همدرد(خپلواک ادبي ټولنه):


ډیرتازه مي په جوش دیدن وینه راسي


چي وڅنګ له مي جانانه بې کېنه راسي


علي جان خوشحال(پښتونخواادبي غورځنګ):


زه شراب نه څکم ساقي تاراته شورجوړکړي


تادپښتون دویني جام راته پورجوړکړي


حبیب الله زېرک:


عباس درویش(پښتونخواادبي غورځنګ):


په سپینه ورځ مي رقیب ویني په تېارودرځم


یم لکه ړوندلاس لګوم په دیوالودرځم


میراجان حسن یار(پښتونخواادبي غورځنګ):


داستادمخ څراغ دي که په شپه ختلي لمردي


داستادلبوجام دي نخ آب کوثردي


احمدهنریار(پښتونخواادبي غورځنګ):


خنجرپه وینورنګ سوله اغیاره وپوښته


زه څنګه سولم قتل داله یاره وپوښته


عبدالهادي ریاض(پښتونخواادبي غورځنګ):


زه چي پردې لارراځم ږدم قدم په خیال باندي


دیدن ته چي دیارراځم ږدم قدم په خیال باندي


غلام محمدمجلسیارمشواڼې(خپلواک ادبي ټولنه)


عبدالله دانش(پښتونخواادبي غورځنګ):


ستادسروښونډوپه جام کښي شراب راکه


دظالم لوري یامخامخ ځواب راکه


میان خان همدرد:


چي ټالونه مي کړوفکردخپل جانان مي زنګوي


یادونه وزخمونه دخپل ځان مي زنګوي


عبدالرحمان یارانه(پښتونخواادبي غورځنګ):


محمدکبیرمسکین یار(خپلواک ادبي ټولنه):


داچي جوړوپښتنوته هرځاي غم دي


سکه ورورنن خپل ورورلره په چم دي


مولادادغریب یار(خپلواک ادبي ټولنه):


دوطن لعل ومرجان مواغیاریووړۍ


حق دکونډویتمانوسرداریووړۍ


صالح بهار(پښتونخواادبي غورځنګ):


دنن مي واوره زمادزړه بیان


په زړګي مي بل دي اوردهجران


رمضان ارماني(پښتونخواادبي غورځنګ):


نه په دولت نه په دنیانازېږم


په خپله خاوره پښتونخوانازېږم


پوهاندنظرمحمدپانیزي:


په رموزدژوندمي پوهه که چي ژوندی لکه ژوندون سم


پوهاندمحمودایاز:


بندپه هیڅ نه دي چي دزړونوکورته اوراچوي


داستم ګرخودګلونوکورته اوراچوي.


دغونډي پاي کښي ښاغلي نادرخان اڅکزي،غلام مجلسیارمشواڼې دراغلومېلمنوته کورودانی وویلې.

تبصره نسته

  1. zam pa khpal khjal che har pakhtun rasara ja zai wenam nu za dumra khushala sham che pa kalu kee na zajegam aw bia che dui pa khpal menz kee pa pakhtu khabare kawi vallah che dera maza kawii. da pata hagha chata lagigyy che musafar wee
    email: hewad_333@hotmail.com