ملګري ملتونو په افغانستان کې د ماشومانو په وضعې اندېښنه وښوده

34 | جولای 3rd, 2008


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازی کومارا سومي نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په افغانستان کې ماشومان لا تراوسه د جګړو قرباني دي، هغې اندیښنه وښوده چې د حکومت وسلوال مخالفین له ماشومانو نه د جګړو په جریان کې ګټه اخلي ، هغې وویل طالبانو له یو شمیر ماشومانو نه د ځانمرګي بریدونو د ترسره کولو په خاطر کار اخیستی، کومارا سومي دا ډول له نړیوال ځواکونو و غوښتل چې د هوايي بمباریو په مهال دی د ماشومانو خونديتوب ته جدي پام وکړي، هغې اندیښنه وښوده چې زیات شمیر ماشومان د نړیوالو ځواکونو په هوايي بمباریو کې ټپيان شوي دي، نوموړی په نړیوالو ځواکونو غږ وکړ چې د پوځي عملیاتو وروسته دی د ماشومانو په نېونه کې فکر او دقت وکړي. میرمن کومارا سومي زیاته کړه چې د ناټو په مشرۍ دایساف ځواکونو د هغو زنداني ماشومانو په اړه معلومات ورکړي چې دوي د پوځي عملیاتو وروسته نېولې ولې دافغانستان حکومت او امریکايي ځواکونو ورته کوم معلومات ندي ورکړي. هغې دافغانستان له حکومت‌، نړیوالو ځواکونو او طالبانو په ټېنګه وغوښتل چې د ماشومانو فزیکي سلامتیا ته پام وکړي. هغې دا ډول په ملي پولیسو هم نېوکې وکړې ، وی ویل چې له کورنیو چارو وزارت سره د ملي پولیس په لیکو کې دماشومانو د جذب په باب هم غږېدلې، مېرمن کومارا سومي په افغانستان د هغو زده کوونکو ماشومانو په اړه هم اندیښنه وښوده چې ښوونځي یې سوزېدلې دي، هغې وویل چې سږ میلادي کال کې تر اوسه ۸۳ ښوونځي سوزول شوي خو هغې دا شمیره تیرکال ۲۲۸ ښوونځي وښودل، میرمن کومارا زیاته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې ۷۵ زده کوونکي وژل شوي او ۱۱۱ ټپيان شوي دي. مېرمن کومارا سومي پنځه ورځې کیږي چې په افغانستان کې دی هغې له ولسمشر کرزي ، دکابېنې له غړو او ماشومانو سره لیدلي، میرمن سومي ننګرهار او پکتیا ولایت نه هم لیدنه کړی. نوموړې به د روان کال په اکټوبر میاشت کې د امنیت شورا ته په افغانستان کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي په اړه خپل څیړنیز رپورټ وړاندی کړي.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024