کور / تازه خبرونه / سردار عبدالولي خاورو ته وسپارل شو.

سردار عبدالولي خاورو ته وسپارل شو.

د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د زوم او تره ځوی سردار عبدالولي جسد نن په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو، د نوموړي جسد نن له نوي ډهلي راوړل شو په سر کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دهغه جنازه واخیستل شوه د هغه د جنازی لمانځه کې ولسمشر حامد کرزي دکابېنې او ملي شورا غړو او ګڼو نورو جهادي مشرانو برخه اخېستې وه. وروسته د هغه مړی د مرنجان غونډی ته یو وړل شو چېری چې پخوانی پاچا ظاهر شاه ، مرحوم نادر شاه او ملکه حمیرا خښ شوي دي. په ټول کابل کې سخت امنیتي تدابیر نېول شوي وو او ان تر دی چې خلکو څو کیلو مټره پلي مزلونه وکړل ځکه چې ترانسپورتي وسایل درول شوي وو.