کور / تازه خبرونه / مسعود : … صوبايي حکومت سره د خبرو جاري ساتلو امر کړئ

مسعود : … صوبايي حکومت سره د خبرو جاري ساتلو امر کړئ

دتحريك طالبان سترمشر بيت الله مسود په سوات كښې طالبانو ته صوبائى حكومت سره دخبروجارى ساتلو امر  كړى دى تيره ورځ تحريك طالبان وياند حاجى مسلم خان برطانوى ريډيو سره د خبرو اترو په وخت داخبره په ډاګه كړه چې په سوات كښې دامنيت ټينګښت لپاره دطالبان تحريك لخوا هلې ځلې روانې دى او مونږ به په سوات كښې امن راوستلو لپاره دحكومت دهراقدام ملاتړكوو او په دې اړه به داميربيت الله محسود هرحكم په سرسترګو منلى شى دهْ ووئيل چې سرحدحكومت دې طالبانو سره په شوې لوظگامه ټينګ ودريږى او په سيمه كښې دې دامن راوستلو لپاره زرترزره كوټلى اقدامات پيل كړى .


بل لور ته سوات كي تحريك طالبان وئيلى دى چې ترڅو پورې په سوات او په نورو خواوشاه سيمو كښې يو امنيتى عسكر هم موجود وى ترهغې دامنيت ټينګښت يقينى كيدى نه شى.


 ددې خيالاتو څرګندونه دتحريك طالبان وياند مسلم خان تيره ورځ په خپل يو بيان كښې كړيده دهْ ووئيل چې حكومت يو خوا ته امن مذاكرات پيل كړى او بلخوا په طالبانو بمبارى كوى چې مونږ يې سخته غندنه كوو ديوسوال په جواب كښې دهْ ووئيل چې طالبان په سيمه كښې امن راوستلو لپاره حكومت سره دشوې لوظنامې ملاتړ كوى او كه چرې سرحدحكومت امن لوظنامې ته سنجيده وى نو بيا دې په سمدستى توګه دسوات او خواوشاه سيمو څخه دفوځ ويستلو لپاره خپلې ټولې وسيلې پكار راولى .