کور / شعر / کروز توغندي

کروز توغندي

ډیرې پیښې مې په ژوند خوږې ترخې تیرې شوې
ډیرې مې ولیدې ترخې لږې خوږې تیرې شوې


هغه هم وخت ؤچې به دواړه لوبیدو کوڅه کې
څنګه به نارې تر ماښامه سرې غرمې تیرې شوې


ستا دپیوي لړ به ما دشپې دځان سره وُړ
بوي دلونګو کې مې ډیرې خوږې شپې تیرې شوې


تا به زما دجب دُسمال باندې غاټول رسموه
هسې زمونږه دځوانۍ لنډې شیبې تیرې شوې


هغه کوڅه چې په لار تګ ورپه کې مونږه زده کړو
تورې لښکری په کې ګرځي لاړې سرې تیرې شوې


دزمانې دبنسټ پالو جګړه بایلوده مونږ
ځکه دمیني محبت ها زمانې تیرې شوې


دکلي خلکو په شیخانو باندې وکړو باور
هغوی کروز توغندي راوړل دهشکې تیرې شوې


افسوس افسوس دئ خدمتګاره چې غیرت مړ شوئ
ځکه کابل ته دا غربي لښکرې ښې تیرې شوې