د وینو اختر – شاعر: عبدالباري جهاني
د وینو اختر،
خدایه څو به لا تېرېږي د کابل اختر په وینو
هم به خپل اختر ته ژاړو هم د بل اختر په وینو
له آمو تر ارغسانه د پاتا کمبلي ژاړي
په هلمند کي اور بلېږي د زابل اختر په وینو
ځوانیمرګي جنازې دي ککرۍ دي چي لا رغړي
له نیکریزو ویني څاڅي د اوربل اختر په وینو
هم د عقل برخه خواره هم اسمان راته په قار دی
په قسمت مو رسېدلی د ازل اختر په وینو
د بوډا نکلونه ژاړي د پرون د لحد ساندي
په سلګو کي راته وايي راځي بل اختر په وینو
نازولي به نڅېږي د جنډیو پر سندرو
د شهید مورکۍ ده بوره د اتل اختر په وینو
موږ پخپله را بللي په لستوڼي کي ماران دي
د خپلوانو له شامته وینو خپل اختر په وینو
ما پخوا لا دي ژړلي د غلیم د لښکر دوړي
نا بللي مېلمانه دي راوړي تل اختر په وینو
نه اکبر سته په کابل کي نه ایوب توره تر ملا کړه
پر غزني د غم نارې دي د زرمل اختر په وینو
شنې جلګې به خود سوځېږي د پردیو له باروتو
د خوشحال توره ویده ده د ایمل اختر په وینو
له ړندو مرمیو اوري په دښتونو کي اورونه
په کیږدۍ کي پېزوان پاته د کاکل اختر په وینو
زموږ په کلي کي ماتم دی ګران اختره چي رانه سې
غاړګۍ دانه دانه دي د پایل اختر په وینو
د خزان کیسه اوږده سوه نسیم بند په کوه قاف کي
هم شبنم په وینو ژاړي هم د ګل اختر په وینو
پښتنو بېړۍ ډوبېږي!! لا تر څو به ورته ګوری؟
د توپان غرغړې اورم د ساحل اختر په وینو
جهاني لږ خو مي پوه که څو به اورو څو به وینو؟
د مطرب له نغمو چیغي د بلبل اختر په وینو.
عبدالباري جهاني
د ۱۳۹۵ کال د سرطان د میاشتي دوولسمه