کور / رسنۍ / جرمني پښتو قاموس آنلاين سو ـ ۴۷۰۰۰ جرمني لغتونه

جرمني پښتو قاموس آنلاين سو ـ ۴۷۰۰۰ جرمني لغتونه

ahmadwaliachakzai

د قاموسونه تکی کام انټرنټي پروژې د کوچني اختر پر مبارکه موقع یو لوی جرمني پښتو قاموس آنلاين کړی دی. دغه تازه آنلاين سوی قاموس څه باندي ۴۷۰۰۰ آلماني لغتونه لري چي په پښتو ژبه ژباړل سوي دي. 

د جرمني پښتو دغه قاموس نه يوازي د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه بلکه د دغې پروژې له خوا د اندرويد او اېپل موبايلونو له پاره په ځانګړو اېپس کي هم استعمالېدلای سي. د دغو اېپس لينکونه تاسو د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه موندلای سئ.

د يادولو وړ ده چي د جرمني پښتو دغه قاموس صرف انلاين بڼه لري او په چاپي توګه نه سي ترلاسه کېدلای. دا هم بايد وويل سي چي دغه قاموس لا تر اوسه امتحاني بڼه لري او ښايي بعضي معناوي پکښي اضافي او ناسمي وي.

د آنلاين کړل سوي جرمني پښتو قاموس يوه ځانګړتيا دا ده چي پکښي د هر راغلي آلماني لغت بېل ګرامري واريانتونه او حالتونه هم د لټون وړ دي. د بېلګي په توګه که څوک په لغت «Wörterbuch» پسي لټون وکړي نو ورته د دغه لغت پښتو معنا «سيندګی، ډكشنري، قاموس، دلغاتو معنا ګانې، دلغاتو معنا ګانې چه دالفبا په تر تيب سره پكښي را غلي وي» ښيي. خو څوک همدغه پښتو معنا موندلای سي که د ياد جرمني لغت بېل واريانتونه لکه «Wörterbuches | Wörterbuchs | Wörterbuche | Wörterbücher | Wörterbüchern | Woerterbuch | Woerterbuches | Woerterbuchs | Woerterbuche | Woerterbücher | Woerterbüchern |» ولټوي. په دې توګه سره نو د لټون وړ آلماني لغتونو شمېر تر نيم مليون هم اوړي.

هيله ده چي دغه اعلان په فيسبوک کي share کړئ چي لا زيات خلک له دغې پروژې خبر او مستفيد سي.
ستاسو د دعاؤ په هيله
ورور مو
احمدولي اڅکزی
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی

German_Pashto_Dictionary_1

_____________________________________
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه

2 تبصرې

  1. عبدالكلام

    کور دې ودان

  2. سلامونه،
    اڅکزی احمد ولي صاحب !د قاموسونو بادار او سردار!!، ډیره شه زیاتونه ده .
    په لاسونو، قلم او آنلاین مو برکت شه.
    د ګرانې پښتو د لا زیاتې کره او بډاینې په لوور!.