کور / تازه خبرونه / عاجل خبر: ترکیه د فوځي کودتا د خطر سره مخ ده

عاجل خبر: ترکیه د فوځي کودتا د خطر سره مخ ده

د ناتأیید سوو راپورونو له مخي په ترکیه کي فوځي کودتا پيل سوې د فوځيانو په وینا د ترکيې هر څه د دوی په لاس کي دي، خو د

ترکیې لومړی وزیر یلديريم دغه خبره رد کړې او زیاتوي چي هغو ته به سخته سزا ورکړي چي د فوځي کودتا کوښښ کوي. 

د استانبول او انکره په ښارونو کي تر عادي حالت زیات فوځیان دوري – هوري کيږي او د استانبول د ښار د بوسپوروس دوه پلونه يې د ترافیک پر مخ بند کړي دي. ویل کيږي چي فوځیانو له ترکي پولیسو څخه وسلې اخیستي دي. 
دغه راز له ترکیې څخه ټوله الوتني ځنډېدلي او د هوايي ډګر سره ټانګان ګرځي. په ښار کي ډزي اورېدل کيږي. عام وګړي کوښښ کوي چي له بانکونو کافي اندازه پیسې راوکاږي او د راتلونکو ورځو لپاره اوس لا پوره غذايي مواد وپيري.

د ترکیې ولسمشر د رواني کودتا پر مهال د خپل هيواد څخه بهر تللئ وو خو په عاجل کنفرانس کي يې پر ټولو ترکیانو ږغ کړئ چي سخت مقاومت دي وښيي، کوڅو ته دي راووزي او د فوځیانو مخه دي ونیسي. علاوه پر دې د تازه راپورونو له مخي د دولتي ټلویزیون پر تعمیر او په انکره کي د پولیسو پر یوه مرکزي هډه سخته حمله سوې ده.‬

ترکیه د فوځي انقلاب سره مخ ده

د انځور منبع: AFP

د ترکيي د فوځي کودتا په اړه ځانګړی لنډ راپور:

مختار احمد احسان