کور / سياسي / د ترکیې کودتا ولي ناکامه سوه؟

د ترکیې کودتا ولي ناکامه سوه؟

ژباړه او زیاتونه: مختار احمد احسان

د جمعې (۲۰۱۶ز جولای ۱۵) په ماخستن په ترکیه کي د فوځیانو یوې ډلي د کودتا هڅه وکړه چي له امله يې تر ۱۶۰ زیاتو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړ. په ترکیه کي تر دې وړاندي څلور نوري کودتاوي سوي دي: د ۱۹۶۰ز، ۱۹۷۱ز، ۱۹۸۰ز او ۱۹۹۷ زېږدیز کلونو کودتاوي بریالی وې، خو د ۲۰۱۶ کودتا ناکامه سوه. د کودتا د نه بريالي کېدو په اړه د بريتانیا د تاريخي شننو او د شخړو د څېړنیز مرکز Centre for Historical Analysis and Conflict Research څېړونکی ضیا مېرل څلور دلایل وړاندي کوي:

لومړی (۱): د کودتا لپاره د عام ولس د ملاتړ نه شتون No Public Support
اکثریت ترکیانو د ترکيې د ولسمشر طیب اردوګان په حمایت د کودتاچیانو پر ضد کلک مقاومت وښود، په ګډه کوڅو او سړکونو ته راووتل څو د فوځي کودتا مخه ونیسي. د بشپړ اتفاق او منظم لاریونونو برکت وو چي کودتا يې ډېر ژر د ناکامۍ سره مخ کړه. ان دا چي پر حکومت انتقاد کوونکي هم خوشحاله نه وه چي جوړ حکومت يې ړنګ سي.
د ترکيې ولسمشر طیب اردوګان د کودتا د هڅي په لومړنیو شېبو کي په مرکز انقره او استانبول کي نه وو، خو ډېر ژر يې تر استانبوله ځان ورساوه، پر ټولو ترکیانو يې د لاریونونو ږغ وکړ او ولس د خپل مشر خبره پر مځکه ونه غورځول. 

دوهم (۲): د عسکرو کمښت Not Enough Soldiers
د کوڅو، سړکونو او عامه ملکیتونو په خپل کنټرول کي راوستلو لپاره زیات شمېر عسکرو ته اړتیا سته چي د ولس مقاومت ته په کلکه جواب ووايي، خو د جمعې په ماخستن کودتا کوونکي فوځیان ډېر لږ وه او ونه توانېدل چي هر څه خپله اداره کړي.

درېیم (۳): د عامه ادارو د ملاتړ نه شتون، د بیوروکراتيکي حمایت نه شتون No Bureaucratic Support
فوځيان کولائ سي په فزيکي ډول اکثره حکومتي ادارې په خپل کنټرول کي راولي، بلکي ترکیه غوندي جوړ حکومت منظمه بیوروکراتيکي اداره لري او فوځیان نه سي توانېدلائ چي د فزيکي زور په ذریعه د قضائي اورګانونو د ګوتو په شمېر خاص جنرالان او په زرګونو کارکوونکي هم نظره او همږغي کړي. د کودتا د بريالي کېدو لپاره د مهمو دولتي ادارو د رئیسانو او چلوونکو ملاتړ ته هم اړتیا سته. 
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخي تقریباً درې زره فوځیان د کودتا په تور نیول سوي دي او د څارنوالانو د څار د کمېټې د پريکړي پر اساس ۲۷۴۵ قاضیان له دندو ګوښه سوي او بندي سوي دي. دغه په ډاګه کوي چي د کودتاچیانو سره په عامه ادارو کي د ځينو مهمو رئیسانو او جنرالانو ملاتړ نه وو، یعني اکثریت يې لا د کودتا خلاف وه.

د ترکيې کودتا ولي ناکامه سوه؟ ژباړه او زیاتونه: مختار احمد احسانن

څلورم (۴):  نړیوالو د کودتا ملاتړ ونه کړ No International Support
نړیوالو قوتونو ډېر ژر د کودتا مخالفت وښود. د امريکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د جرمني د صدراعظمي انګېلا مرکل په شمول ځينو نورو ولسمشرانو په ترکیه کي د رایو پر اساس د جوړ حکومت ملاتړ اعلان کړ. په دې سره د کودتاچیانو لپاره داخلي او بهرنی حمایت په صفر کي ضرب وو چي نتیجه يې د کودتا ناکامه کېدل وه. . 

کودتاچیان که رښتیا په ترکیه کي د ډيموکراسي په ارمان وي، نو بیا يې د ترکیې پر پارلمان ولي حمله وکړه؟ دغه کړنه يې د خپل هدف پر ضد ده.