کور / تازه خبرونه / لښكر اسلام: قبائيلى سيمو كښې دامنيت ټينګښت غواړو

لښكر اسلام: قبائيلى سيمو كښې دامنيت ټينګښت غواړو

اسلام اّباد


 دلښكر اسلام وياند مصرى خان وئيلى دى چې مونږ په قبائيلى سيمو كښې دامنيت ټينګښت غواړو او غواړو چې مجرمين له منځه لاړ شى او دلته هيڅ ډول مجرم ونه اوسيږى مونږ دحكومت هرې غوښتنې ته مثبت ځواب وئيلى خو حكومت مونږ سره هغه ډول سلوك كوى لكه چې دمجرمينو سره يې چې كوى مونږ دحكومت خلاف هيڅ ډول اقدامات نه دى كړى داخبرې دلښكراسلام وياند مصرى خان دپاكستانى دولتى تلويزون سره په مركه كښې كړى دى او وئيلى دى چې داخبره بالكل ناسمه ده چې په قبائيلى سيمو كښې دلښكر اسلام له امله امنيت خراب شوى دى هلته دې داولس څخه پوښتنه وشى چې اولس همدا اوس په امن كښې دى او كه نه لښكر اسلام په قبائيلى سيمو كښې دجرمونو خاتمه وكړه اوس په خيبرايجنسۍ كښې دامنيت او سكون څخه ډك چاپيريال رامنځ ته شوى هيڅ ډول دترهګرۍ پيښه نيشته تښتونه نشته دمخدره موادو خرڅول نشته همدغه شيان وو چې امنيت ګډوډ كړى وْ مونږ دحكومت هره غوښتنه منو مونږ دالله سره وعده كړې چې كه زمونږ سر هم غوڅ شى خو مونږ خپل ملك ته تاوان نه رسوو