پاكستان دعملياتودبنديدو هوډ څرګند كړى

اسدالله زړه سواند | جولای 4th, 2008


پيښور

دپاكستان وفاقى حكومت په خيبرايجنسۍ كښې دعملياتو هوډ څرګند كړى او وئيلى دى چې په دې ترڅ كښې به ددواړو ډلو څخه تحريرى ضمانت اخيستل كيږى چې پرې په رسمى توګه عمل وشى دپاكستانى دولتى سرچينو دخبر له مخې په باړه كښې پوځ پشپړچمتو دى دسوات طالبانو اودپاكستان دطالبانو تحريك حكومت سره دبياخبرو اعلان كړى دى او په دې ترڅ كښې يې وفاقى حكومت په خيبرايجنسۍ او په ځانګړى توګه په با ړه كښې دعملياتو دبندولو اراده څرګنده كړې خوعمليات به هغه وخت بند كړى شى چې صوبائى حكومت او استخباراتى ادارې خپل بشپړ راپورونه وفاقى حكومت ته وركړى او ددغې رپورټونوپه رڼا كښې به رسمى پريكړه كيږى له بلې خوا په خيبرايجنسۍ كښې ددريو مذهبى مشرانو څخه په رسمى توګه ليكلى ضمانت اخستل كيږى چې په خيبرايجنسۍ كښې به هيڅ ډول امنيت له ګواښ سره نه مخ كيږى او نه به كومه ډله دبلې ډلې خلاف عمليات كوى ددغې ضمانت اخيستونكو نومونه به وروسته په رسمى توګه اعلان شى ددولتى سرچينو په خبره حكومت غواړى چې په خيبرايجنسۍ او باړه كښې عمليات څو ورځو ته نور هم پراخه كړى

Copyright Larawbar 2007-2024