کور / سياسي / د تابعيت د تذکرو په برخه کې د نويو پرېکړو په اړه

د تابعيت د تذکرو په برخه کې د نويو پرېکړو په اړه

د افغان ملي غورځنګ اعلاميه
 
له ارګ څخه د ترلاسه شويو مالوماتو له مخې د ولسمشر ټيم د خپلو ټولو کړو ژمنو خلاف غواړي د تابعيت په تذکرو يا برېښنايي پيژندپاڼو کې د افغاني هويت له څرګندولو ډډه وکړي او پدې توګه د اساسي قانون ۴ ماده تر پښو لاندې کړي.Tazkira تذکره پېژندپاڼه ارګ داسې تصميم نيولی چې د برېښنايي پېژندپاڼو تر څنګ به هر چا ته ضميمه کتابچه هم ورکول کېږي، چې پدې کتابچو کې به بيا د ډېرو نورو مشخصاتو تر څنګ د افغانيت ذکر هم راځي. پدې مانا چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې چې د کارت په بڼه دي، د ملي هويت له څرګندولو او د افغانيت له ذکر څخه ډډه کېږي. يا په بل عبارت دوی غواړي، چې د حکومت په څېر تذکرې هم پخپلو کې سره ووېشي، چې کتابچه به يې د ولسمشر اشرف غني تذکره وي او کارت به د ډاکتر عبدالله وي.
افغان ملي غورځنګ يو ځل بيا په ډېر وضاحت خپل دريځ څرګندوي او په برېښنايي پېژندپاڼو کې په څرګند ډول د افغان کلمې ذکر غواړي. له دې پرته هر ډول طرحه باطله ده او موږ به په ټول ځواک د هغې پر وړاندې ودرېږو.
د يادونې وړ ده، چې زموږ د پخوانيو اعتراضونو او لاريونونو پر وړاندې يو ځل پخپله ولسمشر په ډېرو واضحو الفاظو ژمنه کړې، چې نه يوازې د افغان کلمه به په تذکرو کې راځي، بلکې د تذکرو د وېش لپاره به مستقله اداره جوړوي او د تذکرو د چاپ اوسنی تړون به هم لغوه کوي؛ او دويم ځل د ولسمشر باصلاحيته استازو ژمنه وکړه، چې يا به د افغان کلمه په تذکرو کې ذکر کېږي او يا به دوی له خپلو دندو استعفا کوي. د همدغو ژمنو له مخې موږ خپل اعتراضونه تر اوسه درولي وو.
موږ د ملي وحدت؟ حکومت ته خبرداری ورکوو، چې که چېرې د پخوانيو ژمنو خلاف هر ډول داسې طرحه وړاندې شي، چې د پېژندپاڼو په اصلي کارت کې د افغان کلمه له پامه وغورځوي، موږ به په ټول ځواک د هغې مخالفت وکړو او په ټول هېواد کې به پراخ اعتراضونه پيل کړو. هغه حکومت چې ملي هويت او اساسي قانون ته ژمن نه وي، لکه څنګه چې د اعتبار موده يې په پوره کېدو ده، نور به زموږ لپاره هم اعتبار ونه لري او موږ به يې په کلکه د استعفا غوښتنه وکړو.
موږ د ملي وحدت؟ حکومت ته دا خبرداری هم ورکوو، چې که زموږ د سوله ييزو اعتراضونو په ترڅ کې لاريونوالو ته هر ډول زيان ورسېد، مسووليت به يې د دوی پر غاړه وي. موږ چمتو يو، چې د خپلې وينې په بيه له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع وکړو.
موږ پر ټولو سياسي ډلو، مدني ټولنو، قومي شوراګانو، ټولنيزو سازمانونو او پر ټول افغان ولس غږ کوو، چې د تېر په څېر له خپل اسلامي او ملي هويت څخه د دفاع لپاره تيار اوسي. که چېرې حکومت د کړيو ژمنو خلاف کومه طرحه پلې کوله، موږ به ډېر ژر له نورو همغږو ډلو او ټولنو سره د يوه سراسري پاڅون تياری پيل کړو او له تاسو سره به يې ټول مالومات شريک کړو.
 
په ډېر درنښت
د افغان ملي غورځنګ مشرتابه جرګه

تبصرې پرانیستي‌

  1. سلامونه خویندو وروڼو لوستونکو ته
    د افغان ملي غورځنګ اعلامیه د تایید وړ ده. دوه کاله مخکې هم دا یوازینی غورځنګ وو چې له ملي او ديني نوامیسو ېې دفاع وکړله او تر پایه به پخپل دریځ ولاړ وي. دا چې ولسمشر د طلوع ټ.وي. یا یک د یو عادي ماشوم نطاق پوښتنې ته ویل" لطفاََ مه ره مواجه نسازین!" دا په څه مانا وه؟ ؛ او یا پخواني د شنو خلتو تومانونو اخیستونکي غوږونه کر اچولي ول؟.. نو خود به اوس ايجړاګان د یوې پیژند پاڼې پر ځای د کاکا کیري جان کتابچه  ورسره  سنجاقوي چې د افغان بار زیات کړي. دوه کلمې د (افغان او مسلمان ) نشي زیاتولی، لاسونه او ماغزهء ېې ماتیږي، مګر له هره پلوه ځپل شویو افغانانو چې د سبا او ماښام اعتبار نلري چې تر کوره به سلامت ورسيږي د پخوانیو تذکرو سره که نه؟ لا یوه بله مغولي-تاجکوستاني-وزبکوستاني-خراساني-پنجابو پنجچرستاني!- ترکمنستاني-خراسانستاني- بلوچستاني -( مګر لا افغان) کتابچه به ور علاوه کېژي؟. افسوس. خدای دې د اجړاګانو پښې په برازیل کې په تسکره کړي. آمیین.