کور / تازه خبرونه / په لغمان پوهنتون کې د برېښنا شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په لغمان پوهنتون کې د برېښنا شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


د دوه میلیونه، اته سوه نهه زره او نوي  افغانیو په ارزښت دلغمان پوهنتون د برښنا شبکه جوړه، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د غړي  او د یاد پوهنتون د رئیس او استادانو لخوا دپټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د لغمان پوهنتون رئیس پوهنمل عبدالصبور غفورزي لغمان پوهنتون ته د ولایت مقام د ځانګړې توجه او له دغه پوهنتون سره د هر اړخیزې مرستې او همکارۍ له امله د مننې ترڅنګ یاده کړه چې د برښنا  شبکې جوړیدنه د پوهنتون لپاره یو اهم ضرورت و چې له نېکمرغه چارې یې بشپړې او د ګټې اخیستنې وړ وګرځېده.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال وویل د لغمان پوهنتون هر اړخیز انکشاف او پرمختګ یې له کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي او په خپل ټول توان سره به هڅه وکړي چې له شتو امکاناتو د دغه پوهنتون په انکشاف کې اعظمي ګټه واخلي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې علمي او اکاډمیک ځایونه د فکري رغونې یوازیني مرکزونه دي او د دغو مرکزونو پیاوړتیا او ملاتړ باید وشي. نوموړي همدارنګه د خپلو خبرو په پای کې د پوهنتون رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې په دغه پوهنتون کې د روانو پروژو په ځانګړې توګه د پوهنتون لپاره د ماسټر پلان د جوړېدو له پروژې په جدي توګه نظارت وکړي او د همکارۍ په فضا کې یې چارې په چټکتیا سره په درسته بڼه پای ته ورسوي.
د یادونې ده چې په پوهنتون د برېښنا شبکې په جوړېدو سره د لغمان پوهنتون د تنویر، د اداري او تدریسي خونو، د کمپیوټر او تجربو د لابراتوارونو، د انټرنېټ لب او کتابتون د ستونزو پر حل کېدو سربېره د پوهنتون د ادارې او لوړو زده کړو وزارت د ویډیو کنفرانس د نښلولو مشکل هم حل شو او د زده کړیالانو او استادانو لپاره د څېړنې او ریسرچ په برخه کې لازمه اسانتیا رامنځته شوه.

.