کور / تازه خبرونه / کندهار والي: خلکو ته د خدماتو له وړاندي کولو پرته د امنيت پايښت ناشونی دی

کندهار والي: خلکو ته د خدماتو له وړاندي کولو پرته د امنيت پايښت ناشونی دی

کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي نن د ملي دفاع له وزیر تورنجنرال عبد الله حبیبي، له کورنیو چارو وزیر جنرال تاج محمد جاهد او د ناټو له عمومي قومندان جنرال نیکولسن سره په غونډه کي وویل چي په مجموعي ډول د کندهار امنیت ښه دی، اوسنۍ ولایتي ادارې د خپلو هڅو په پایله کي د عوایدو کچه لوړې کړې او له دولت سره د خلکو د همکارۍ کچه لوړه سوې ده. مګر له بده مرغه خلکو ته د خدماتو وړاندي کولو بهیر کمزوری دی چي له همدې امله موږ تر اوږده مهاله د اوسني امنیت د پایښت تمه نه سو کولای.

Kandahar governer aziziښاغلي عزیزي وویل: په کندهار کي ۶۰سلنه خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، صرف ۶ سلنه خلک صحي اوبه ترلاسه کوي، د معارف په برخه کي ګڼې ستونزې سته، ۴۳۰ ښوونځي د امنیتي او تشکیلاتي ستونزو له امله تړلي دي، د کندهار روزګان لویه لار له خطرونو سره مخ ده، په ولسوالیو کي د دولتي ادارو لپاره تعمیرات نه سته او مواصلاتي لاري ګڼ مشکلات لري. زه له خپلو نړۍ والو دوستانو او مرکزي دولت څخه غواړم چي د یو دایمي ثبات او پرمختګ لپاره دي کندهار او ګاونډیو ولایتونو ته پاملرنه ډېره کړي، ځکه دا ولایتونه په تېر کي هیر سوي ول.

د کندهار د ولایتي شوا غړو له مرکزي دولت او د نړۍ والو ځواکونو له عمومي قومندان څخه غوښتنه وکړه چي که څه هم د دې ولایت امنیتي حالت د ډاډ وړ دی خو بیا هم زموږ امنیتي ځواکونه د وسایلو ، وسلو او اکمالاتو له کمبود سره مخ دي. همداراز دي په کندهار کي کاري فرصتونه ایجاد سي چي یو ځل بیا خلک وسلې او ټوپک ته مخه نه کړي، ځکه په افغانستان کي د جګړې یو عمده علت بېکاري ده.

غونډې ته د هملند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل وویل: مرکزي دولت او نړۍ واله ټولنه دي په هلمند کي امنیت ټینګ کړي، زموږ لومړنۍ او جدي غوښتنه د امنیت ټینګول دي. د ده په خبره چي هلته دا مهال د جګړې داسي څپه راغلې چي ټول هلمند یې له سختو ننګونو سره مخ کړی دی. په سلګونو کورنۍ د سیمو پرېښودلو ته اړې سوې، هرې خوا ته قتلونه روان دي او د هلمند مرکز لښکرګا له جدي امنیتي ګواښ سره مخ ده چي د دې جګړې علت مخدره توکي، د اوبو پر سر سیمه يیزې شخړې، د جګړې پر سر د داخلي کړیو تجارت او د امنیتي ځواکونو تر منځ د همږغۍ نه شتون دی. نوموړي وویل: په هلمند کي د ملي پوځ، ملي پولیسو، ملي امنیت او سیمه يیزو پولیسو تر منځ هیڅ ډول همږغي نه سته. پر دې سربېره هلته داسي څوک د جګړې قومانده پر غاړه لري چي د سیمي له جغرافیې سره هیڅ بلدتیا نه لري. زموږ غوښتنه دا ده چي له یوې خوا دي د جګړې د سوق او ادارې مدیریت یو سي او له بلې خوا دي یو داسي څوک د جګړې رهبرۍ ته انتخاب سي چي د هلمند له جغرافیې سره پوره اشنايي ولري.

د روزګان ولایت د ولایتي شورا رئیس هم د خپل ولایت د امنیتي حالت په اړه ډېر ویرونکی انځور وړاندي کړ. نوموړي وویل: د روزګان ولایت نن په یوه داسي حالت کي دی چي حکومت یوازي په کانګریټي دېوالونو کي ایسار دی. د ولسوالیو او مرکز تر منځ ډېری لويي لارې تړلي دي او هره شېبه د دې امکان سته چي سقوط وکړي. له مرکزي دولت او نړۍ والې ټولنې مو جدي هیله دا ده چي روزګان دي وژغوري. که حالت همداسي دوام وکړي نو د روزګان سقوط حتمي دی. زموږ لومړۍ او اساسي غوښتنه د امنیت او ثبات تآمین دی.

پر دې سربېره د زابل د ولایتي شورا غړو هم خبرې وکړې او له مرکزي دولت و نړۍ والې ټولنې څخه یې په امنیتي او ملکي برخو کي د مرسته غوښتنه وکړه. دوی د  پرمختیايي پروژو او خدماتو د وړاندي کولو په برخه کي ډېرې ګیلې درلودې او ویل یې چي د تېرو پنځلسو کلونو پر مهال په زابل کي هیڅ د پام وړ پروژه نه ده تطبیق سوې. دوی دا هم وویل چي زابل د داعش له ګواښ سره مخ دی او دا مهال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کي عملا داعشیان حضور لري. دوی دا هم ویل چي د امنیتي ځواکونو تجهیزات ډېر کم دي او ترهګر په پرمختللو او ماډرنو وسلو سمبال دي. نړۍ واله ټولنه دي زموږ ځواکونو ته عصري او نوي وسایل، وسلې او وسایط ورکړي. 

د نړۍ والو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قومندان جنرال نیکولسن په خپلو خبرو کي یو ځل بیا له افغان دولت سره پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: نړۍ والې ټولنې او ناټو د وارسا په کانفرانس کي له افغانستان سره په پوځي او ملکي برخو کي د اوږدې همکارۍ ژمنه وکړه. د ده په خبره چي تېر کال افغان ځواکونو لویې لاسته راوړنې درلودې او اوس هم په ګڼو سیمو کي د جګړې رهبري په خپله مخته وړي. هغه زياته کړه: زه پر طالبانو ږغ کوم چي هیڅکله به د جګړې له لاري بریالي نه سي. دوی باید وسله پر ځمکه کښېږدي او د افغان دولت د سولې له بهیر سره یو ځای سي. موږ اختر محمد منصور له دې امله قتل کړ چي سوله یې نه غوښته او د سولې هر مخالف به همداسي له منځه ځي. 

د ملي دفاع وزیر تورنجنرال عبدالله حبیبي د کندهار امنیتي ځواکونه د امنیت د تامین له کبله وستایل او زیاته یې کړه: زموږ د سفر هدف دا دی چي ستاسي د سیمو ستونزې له تاسو واورو او وروسته یې د حل لپاره اقدامات وکړو. زه له تاسو ډېره مننه کوم چي د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ یاست او ننګه یې کوئ. نوموړي وویل: په افغانستان کي روانه جګړه پر موږ تپل سوې ده او موږ د خپلې مشروع دفاع حق لرو چي تر وروستۍ سلګۍ به یې پر مخ وړو. 

د کورنیو چارو وزیر جنرال تاج محمد جاهد وویل: ستاسو نظریات زموږ لپاره ډېر ارزښت لري او د امنیت و ښې حکومتولۍ په برخه کي ډېر ګټور دي. زه ډېر خوشحاله یم چي په کندهار او زابل کي امنیت نسبتاً ښه دی او هغو ولایاتو ته-به پاملرنه ډېره کړو چي اوسمهال له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي. ده پر خلکو ږغ وکړ چي په یوه اواز دي د خپل دولت او امنیتي ځواکونو تر شا ودرېږي او د ترهګرۍ ناولي پدیده دي له منځه یوسي. نوموړوي له نړۍ والو ځواکونو مننه وکړه چي له افغان دولت سره په نظامي او ملکي برخو کي مرسته کوي.