کور / سياسي / ایا زموږ دولتی چارواکی په دی پوهیږی چی په کومه خوا روان یاستو؟

ایا زموږ دولتی چارواکی په دی پوهیږی چی په کومه خوا روان یاستو؟

د ببرک کارمل او داکتر نجیب الله د حکومتونو په ورستیو کلونو کې، وضع په افغانستان کې دومره شوړېدلی او کړکیچنه وه، لکه اوس، چې د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند او د وخت د انقلابی دولت ډېر مشران او لوړپوړي  چارواکي په دې سم نه پوهېدل چې هېواد په کومه خوا روان دي، څه کېږی او څه به وشي؟

په هغه میاشتو کې چې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د جوړېدو د شملې کلیزې له پاره ترتیبات نیول کېدل، وضع په هېواد کې داسې وه چې ټول یې په کنترول کې پاته راغلی وو. شوری اتحاد پرېکړه کړې وه چې خپل پوځونه به له افغانستان څخه وباسي، د دولت د واکمني ساحه ورځ په ورځ کمکی کېده، د مجاهدینو شل پنځه ویشت ډلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له شوري او دولتي سرتېرو، خلکو او په خپلو منځونو کې په جګړو بوختی او د افغانستان په هره لویشت اور بل و، خلکو هره ورځ د سر او مال قرباني ورکولې، د خلکو دموکراتیک ګوند د خلق او پرچم ډلګیو ترمنځ نفاق او شقاق د توطیو او کودتاګانو تر بریده رسېدلی او یو د بل په ضد یې د جګړو ترتیبات نیول، په دولت باندی د خلکو اعتماد صفر ته نژدی شوی؛ وزګارتیا، انفلاسیون، توغندیو او د مرګونو راپورونو خلک تر پزې رسولی وو؛ خو دولتي رادیو – تلویزیون داسې خبرونه خپرول چې ګواکی د ګوند د سیاسي دفتر (بېرو) منظمی غونډې روانې دي او ژر به د ګوند کنګره راوغواړي چې روانو ستونزو ته د پای عالمانه او انقلابي ټکی کېږدي!!

زه په هغه وخت کې د افغانستان د صنعتی پراختیا بانک مامور او د لیکوالو ټولنی غړی وم چی دواړو په نوي ښار کې موقعیت درلود او کله نا کله به له بانک څخه ټولنې ته تلم چې له خپلو لیکوالو ملګرو سره ووینم.

په هغه وخت کې اکادیمسین غلام دستګیر پنجشیری د خلکو دموکراتیک ګوند د سیاسي دفتر غړی، د لیکوالو ټولنې مشر و. د افغانستان ګران او منلي لیکوال، کره کتونکي او شاعران لکه استاد واصف باختری، استاد رهنورد زریاب، زرین انځور، پویا فاریابي او داسې نور حضرات د لیکوالو ټولنې د بېلابېلو څانګو مشران او په فرهنګي چارو بوخت وو.

لکه چې ګرانو لوستونکو په لومړی کرښه کې ولوستل هغه وخت هم د افغانستان وضع دومره شوړېدلی او کړکیچنه وه، لکه اوس، او ډېر چارواکي په دې سم نه پوهېدل چې موږ په کومه خوا روان یاستو او څه به کېږي؟

زما د لیکني موخه هم همدا ده چې تاسو ته ووایم چې په هغه ورځو کې حتی اکادیمسین غلام دستګیر پنجشیری هم په دې نه پوهېده چې څه به کېږي او دا یې هم کیسه:

یوه ورځ سهار پنجشیری وخوځید چې د سیاسي دفتر په هغه غونډه کې برخه واخلي چې د ګوند د شلمې کلیزي ترتیبات یې نهایي کول او کنګره یې رابلله!

مازدیګر و چې پنجشیری ستړی ستومانه راستون شو. موږ څلور پنځه کسان د لیکوالو ټولنې په انګړ کې ولاړ وو. پنجشیری ستړي مه شي وکړل او بیا یې موږ ته بلنه راکړه چې له ده سره یوه پیاله چای وڅښو.

په ریاست کې موږ تمه درلوده چې اوس به پنجشیری پخپله دا ووایي چې د افغانستان په اړه یې څه مهمي پرېکړې کړی او څنګه به سبا بل سبا افغانستان ګل او ګلزار او د شوراګانو هیواد غوندی اباد شي؛ خو دی ډېر غلی و او موږ ته یې ځیر – ځیر کتل.

لږ وروسته یو استاد دا چوپتیا ماته کړه او پنجشیری ته یې وویل چې څه مو وکړل؟ کومو پرېکړو ته ورسېدئ؟ اوس موږ څه وکړو؟ پاته شو چې توغندي او لوږه مو ووژني او که وخوځو او دا هېواد پرېږدو!

پنجشیری، استاد ته وکتل؛ خو ټولو ته یې وویل چې زه هېڅ دیپلوماسی نه کوم او غواړم چې تاسو ته رښتیا ووایم. او هغه دا چې که تاسو فکر کوۍ چې پاس خلک یعنی سیاسی بیرو او انقلابی شوری په دې پوهېږي چې سبا ته څه کیږي، موږ په کومه خوا روان یاستو او څه باید وکړو چې د نجات ساحل ته ورسو؟ په ډاډ درته ویلی نشم چې دا تمه بې ځایه ده، پاسني خلک په دې نه پوهېږی، اجنداوی بل ځای جوړیژی!!

پنجشیری چوب شو. موږ هم چوپ وو؛ ځکه موږ کلکه تمه درلوده چې سیاسي دفتر، کنګره او پنجشیری به د غوټی د خلاصون زیری راکړي؛ خو ده زموږ په هیلو خاورې واړولې او وې ویل د ګوند او دولت مشران په دې نه پوهېږي چې څه کېږي او څه باید وکړو چې له دې مصیبته ووځو او په ټوکه یې زیاته کړه چې په خلکو که تاسو بل ځای، له بل چا څخه واورېدل چې افغانستان چیرته روان دی او د ژغورنی لار کومه ده؛ نو راشی ما هم خبر کړی چې په ګډه تصمیم ونیسو او یو ځای پرېکړه وکړو چې دلته پاتېږو او که ځو!!

 دا و هغه تریخ واقعیت چې ما دېرش کاله وړاندې، په کابل کې، د لیکوالو په ټولنه کې، د وخت د واکمن ګوند د سیاسي دفتر د یو غړی، لیکوال او شاعر غلام دستګیر پنجشیری څخه اوریدلې و او نن می تاسو ښاغلی لوستونکي هم پری خبر کړی!

اوس چې زه د افغانستان روانو خونړیو شرایطو او د دولت د ډېرو چارواکو کمکی پوهې، لوی حرص او سطحی درک ته ګورم، همغه د پنجشیری خبره را یاده شي چې موږ ته یې ویلی و چې د ګوند او دولت مشران په دې نه پوهېږي چې څه کېږي او موږ په کومه خوا روان یاستو؛ خو که په اوسنیو چارواکو کې هم څوک پېدا شي چې د افغانستان خلکو ته رښتیا ووایي؛ نو به ووایي چې موږ خو واقعاً په دې نه پوهېږو چې په کوم لور روان یاستو او څه به کېږي، اجنداوی بل ځای جوړیژی او خبره ډیره لویه ده!!!