کور / هراړخیز / اردوغان د پښتنو د قاتل يار او د پښتنو اتل

اردوغان د پښتنو د قاتل يار او د پښتنو اتل

لراوبر حبيب الرحمن تاثير

Habiburahman Taseer تاثيرلیک: حبیب الرحمن تاثیر

څو ورځي مخکي په ترکیه کې د شاهنواز تڼي ډوله یوه ناکامه کودتا وشوه، ښه وه بده وه موږ ورسره کار نه لرو، خو له هغه وروسته زموږ ځینو بېچاره فیس بکیانو له خولې لاس اخیستی دی، د طیب اردوغان، د هغه د مسلمانۍ او د هغه د حکومت په صفتونو نه مړیږي، څوک ورته قهرمان، څوک ورته اتل، څوک ورته د اسلام ساتونکی څوک څه او څوک څه لقبونه ورته کاروي او د هغه د نظام ننګه کوي، خو باید موږ په دې ځان پوهه کړو چې زموږ تر اوسه په خپله په یوه پایڅه کې دواړه پښې بندې دي، د ځان د ښه راتلونکي، د هیوادنیو ګټو او د ځوانانو د روزلو لپاره کار وکړو ځکه چې دا کار موږ او تاسو ته ګوري، بله دا چې ترکیه او اردوغان موږ او تاسو ته په ښه نه راځي، ترکېې او اردوغان واړ عمر زموږ له دوښمن سره زموږ (پښتنو افغانانو) په خرابولو کې مرسته کړې او هغه یې په ټولیزه توګه راته چاغ کړی دی.

په محکوم افغانستان (کوټه، پېښور او قبايلي سيمو کې) له تېرو لسو کالو څخه پنجاب او د پنجاپ د استخباراتي ادارې په پښتنو او بلوڅو کې چاودنې کوي، د بغاوت په تور يې وژني، د ترهګرو په نوم يې قتل عام په کې پيل کړى دى، د اپرېشن په نوم په بربريت يې غيرت شهامت، غرور، افغانيت، مېړانه او هرڅه له خاورو سره ورته خاورې کړل، په سوات کې يې د مېړونو تر مخ پښتنې ښځې وشرمولې، ولي دغه اردوغان ږغ نه پورته کوي؟، ولي دغه اردوغان پټه خوله ناست دى؟، ولې دغه اردوغان ګونګ ناست دى او سيلونه کوي؟. خو چې  په برما کې پنځه کسان ووژل سول او اردوغان یې د مرستې غږ وکړ، نو زموږ بې فرهنګه، ناپوهه او نا سرخلاصو پښتنو ورته د اتل، قهرمان او سپين مسلمان خطابونه کول.

کله چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې پيل وکړ او د مجاهد په نوم خلګ يې وروزل او وروسته يې افغانستان ته راولېږل، نو په ازاد افغانستان کې دغه پنجاب پرستو (مجاهدينو) څه و نه کړل؟، تر برما يې زيات ظلمونه او نارواوې وکړې، له هلکانو سره يې ودونه روا کړل او ودونه يې ورسره وکړل،د خپلې خور له لور يې تيان پرې کړل، د خپل ورور په سر کې يې مېخونه ورټکوهل، د خپل کلي خلګ يې په کانټينرونو کې بند کړل او تر لاندې يې اورونه بل کړل، هيواد يې ړنک کړه، د ډيورنډ د منحوسې کرښې د مضبوطۍ له پاره يې کارونه وکړل، هيواد يې په ژبني، قامي، مذهبي او سيمه ييزو تعصباتو کې ښکېل کړ، ولي دغه اردوغان ږغ نه پورته کاوه، ولي دغه اردوغان پټه خوله ناست وو،ولې دغه اردوغان ګونګ ناست وو او سيلونه کول او پاکستان ته یې دا نه ویل: چې له خپلو ناروا کړنو لاس واخله.

په بلوچستان کې د بلوڅو سياسي ځوانان او پېغلې ازادي غواړي، سپېڅلې مبارزه کوي، د پنجاب له ظلم، بربريت او تېري څخه ځان خلاصوي، خو د پنجاب استخباراتي ادارې د دغه بلوڅو کورنيو، پيغلې، ځوانان، مېرمنې، ماشومان او سپين ژيري سړي لومړى له کورونو تښتوي، وژني يي او وروسته يې وراسته سوي (مسخ سوي) مړي په بېلابېلو ځايونو کې غورځول، ولې اردوغان د انسانیت په خاطر څه نه ورته وايي: چې پاکستانه دا کار مه کوه، خو چې په کې یوه کودتاګۍ سوې ده، زموږ د وطن عقلي نابالغه فیس بکیان راغورځیدلي دي او په له غره سره سرجنګوي وايي موږ درسره یو، پلانی دی او ډینګی.