د خوشال بابا فکري بهیر اونیزې غونډې راپور
د خوشال بابا فکري بهیر اونیزه غونډه د تېرې پنجشنبې په ورځ ( ۱۳۹۵ د زمري ۱۴) د پامیر سینما په څوارلس پوړیزې ودانې دویم پوړ د کتاب ښار د غونډو په تالار کې وشوه.
غونډه د محمد هاشم خان له خوا د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او ورپسې محمد اکبر نیازي د اونۍ مهمو ملي او نړیوالو مهمو پېښو لنډیز او ځیني مهم یې تحلیل او په تفصیل سره وړاندې کړهل، نوموړي د دهمزنګ د چوک په اړه چې ولسمشر غوښتل د شهیدانو په نوم ونوموي د خلکو غبرګونونه ګواښوونکي وبلل او ورپسې د تابیعت تذکیرو مسئله مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې کیدای شي په دې کار سره ولس یو ځل بیا نه جبرانیدونکيغبرګونونه له ځانه وښیي.
دغه راز د غونډې بل ویناوال محمد داود نیازی و، چې پخپل چاپ شوي کتاب (اقتصاد پېژندنه) باندې وغږید هغه لومړی کتاب معرفي کړ او وروسته يې د کتاب په ګټور مطالبو باندې رڼا واچوله او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د اقتصاد پېژندنې دویم ټوک هم چاپ شي. د غونډې درېیم ویناواللیکوال محمد نواز حقیقت ثانین د ګواري ژبې په اړه مالومات وړاندې کړل نوموړي وویل چې ګواري یوه اریايي ژبه ده او ګڼ شمیر ویونکي یې د سوات، دیر او د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې میشت دي او د یادې ژبې په اړه نور مالومات او هغه خدمتونه چې حقیقت صیب د خپلې مورنۍ ژبې (ګواري) ته کړي هم له ګډونوالو سره شریک کړل.
همدا ډول د غونډې څلورم ویناوال د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند و د ( ښه فکر ګټورې پایلې ) په اړه خبرې وکړې.
ډاکتر ځلاند په پیل کې ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به ملي ګټې څه ته وایي؟ وطنپالنه څه ته وایي؟ وطنپال چاته ویل کیږي؟ افغان څوک دی، ملي یووالی څه ته وایي؟ د ملي یووالي ارزښت په څه کې دی، لیډرشیپ څه ته وایي؟ ښه ليدر څوک دی؟ د ښه ليډرشيپ ځانګړنې څه دي؟ او داسې نور مسایل تر بحث لاندې نیسو او په دې اړه به پریزنټیشنونه وړاندي کړو.
وروسته نوموړي فکر د بیلابیلو پوهانو له انده روښانه کړ هغه لومړی د کانت تعریف ته اشاره وکړه او وویل چې: زه فکر کوم چې زه شته یم او په دې تعریف کانت وکولی شول تر څو نړۍ دې ته وهڅوي چې فکر وپېژني او د فکر په تړاو تلپاتې بحثونه وکړي، په بل تعریف کې یې بیا وویل چې فکر په تیاره کې د رڼا څرک دی، فکر د ورکو شیانو ترلاسه کول دي، فکر په ورکو لارو باندې سم تلل دي، فکر هدف ته د رسیدو لنډه لاره ده، فکر له انساني وړتیاوو څخه ګټه اخیستل دي او هر انسان په فکر ژوندی دی همدا فکر دی چې انسان خپلو موخو ته رسوي ډاکتر صیب زیات فوکس په تحیلیلي فکر باندې و،ده فکر په درې ډوله (طبیعی، تصوری او تحلیلي) باندې وویش. یو ښکاره مثال د تحلیلي فکر دا وړاندې کړ چې ماشوم فکر لري خو د تحلیل ځواک نه لري ځکه ماشوم په ښو او بدو نه پوهیږي ماشوم اور ته هم لاس وروړي ځکه په دې نه پوهیږي چې زه به وسوځم دا تحلیل نه شي کولای خو کله چې وسوزي بیا اور ته نږدې نه ورځي ځکه د ماشوم په ذهن کې اور تصوري بڼه خپله کړې، ځکه تجربه کړی یې وي او په دې اړه يې نور ګټوې خبرې او مالومات هم وړاندې کړل چې د ټولو ذکر کول به راپور اوږدي کړي.
د غونډې په پای کې عطالله خان حیران د تابیعت د تذکیرو په څرنګوالي باندې چې یو ملي مسئله ځانګړې وینا وکړ او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکودوو ورځو کې به د خپل هویت په ننګه یو مطبوعاتې کنفرانس وړاندې او ورپسې به د پخوا په څېر په مرکز او ولایتونو بیا ولسي لاریونونه پیل شي او نوموړي دا هم وویل چې موږ ټول قومونه سره ورونه یو او ټول د یو افغان په نوم یادیږو ، چاته به دا موقع ورنکړو چې د دې وروڼو ترمنځ تفرقې ته لمن ووهي او ترڅو چې ژوند یو د خپل هویت ننګه به کوو او په دې سره غونډه پای ته ورسیده.