کور / سياسي / امریکا همدغسی مرفوع القلم پیدا کړی او پر موږ یی حاکمان کړیدي

امریکا همدغسی مرفوع القلم پیدا کړی او پر موږ یی حاکمان کړیدي

مـرفــوع الـقــلـم 

په ۱۶ جولای ۲۰۱۶م په لندن کي د یو شمیر ځوانانو سره ناست وم او چای مو څیښلی. بحث وو چی انګلیستان د نړی یو ډیر پرمختللی او مقتدر هیواد دی. خو دغه اقتدار او بډایي د دوی مشران مغرور کړي نه دي بلکی کوښښ کوي چی خلکو ته وښيي چی د وطن د عادي خلکو څخه دي؛ د قانون په تطبیق او وطندوستی کی یی یو له بله سره سیالي ده، مګر پخپل روزمره ژوند کی تر ډیره حده د نورو په شان غواړي واوسي. د انګلیستان د پخوانی صدراعظم (ټونی بلیر) چی کله کوچنی پیدا کیدی، نو ۱۰ ورځي یی رخصت واخیست څو د خپلي ښځي سره د کور په کار کی مرسته وکړي. ډيويډ کيمرون او ډاکټر عبدالله عبداللهخو چی د وطن د ګټي خبره وه،‌ نو بیا همدغه ټونی بلیر (د تاریخ لوی دروغجن) درواغونه سره غوټه کړه او د هغو بر بنیاد یی عراق اشغال او تباه کړ. څو ورځي مخکي د انګلیستان صدراعظم (ډیویډ کامرون) استعفی وکړه او په اخبارونو کی یی عکسونه چاپ سول چی خپله ک‌ډه یی خپله بارول. هغه بل کال، همدغه صدراعظم ډیویډ کامرون په اورګاډي کی کوم ځای ته روان وو. چی کله ګاډی ته وخوت، خالی چوکی نه وه. په ولاړي ودرید او اخبار یی وایه. یوی سیلاني آسیائي ښځي د عکسونو له مخي وپيژاند او ور ولاړه سوه چی تاسي صدراعظم ډيویډ کامرون نه یاست؟ هغه ورته وویل چی هو همدا زه یم. ښځي په ډیر احترام ورته وویل چی زما پر ځای کښینه. کامرون مننه ځینی وکړه او ورته ویویل چي په ولاړي خوښ یم.

   د لندن ښاروال د وزیر په رتبه دی. پخوانی ښاروال (کین لیونګسټن) به هر وخت خپل دفتر ته په اورګاډي او بس کی تلی. بوریس جانسن چی تر څو میاشتو دمخه پوري د لندن ښاروال وو او اوس د انګلیستان د بهرنیو چارو وزیر دی، پر یو عادي بایسکل دفتر ته ځي. ‌ 

د مجلس د ناستو ځوانانو څخه عمرجان وویل چی زموږ صدراعظم (داکتر عبدالله عبدالله) د یو نرم باران پر وخت هم د دفتر په انګړ کی دننه سایوان پر خپل سر له غرور او تکبره پخپله نه نیسي او یو نوکر باید دغه کار ورته وکړي؛ عادي نوکر هم نه؛ بلکی د رئیس په رتبه چی لوکسه دریشی یی کړی او پنډه نیکټایي یی تړلی وي. دا ولی؟ زموږ د غریب هیواد صدراعظم باید د انګلیستان تر صدراعظم ډیر خاکسار او ولسي سړی وای.  یو بل ځوان پر راږغ کړه چی یوازي صدراعظم نه بلکی زموږ جمهور رئیس، د هغه مرستیالان، وزیران او د دولت نور عالیرتبه مامورین ټول باید د ولس سره ډیر توپیر ونه لري. ابراهیم جان په نرمه ورته کړه چی ته یو وار دوی زموږ کړه او بیا دغسي توقع ځینی کوه. غلام جان ورته وویل چی ولی زموږ جمهور رئیس هم هر مجلس ته جلا لنګوټه پر سر تړي. وړمه ورځ یی په ننګرهار کی د پولیسو د یو تهاڼه دار ټوپی پر سر  کړیوه او عسکرو ته یی خبري کولی. هغه دومره دینداره دی چی د روس د جمهور رئیس سره یی په ملاقات کی تسبیح اړولی. حاجی میرویس چي په ځوانی کی یی څو حجونه کړي او هروخت ډیري پخي خبري کوی، د جواب په شکل ورغبرګه کړه چی امریکا همدغسی مرفوع القلم پیدا کړی او پر موږ یی حاکمان کړیدي. له استعماره باید بل ډول توقع ونه لرو. کله چی استعمارګران یو هیواد اشغال کړي،  نا اهله کسان او خپل ګوډاګیان پر قدرت راولي او پراخ فساد پکښي خپروي. دغه کسان چی تاسی مشران ورته وایاست، لومړی یی د پردو د غلامی مضبوطه حلقه په غاړه کي اچولی او بیا یی پر تاسی مشران کړیدي.

 

===== فاروق اعظم ، لندن – شنبه ۱۶ جولای ۲۰۱۶م