کور / تازه خبرونه / امريكايي الوتكو ۲۲ ماشومان او ښځي ووژل

امريكايي الوتكو ۲۲ ماشومان او ښځي ووژل


د جمعې په ورځ د نورستان والي تميم نورستاني خبريالانو ته وويل چي د امريكايي الوتكو په بمباريو كي دوه ويشت ولسي وګړي چي ډېرى يې ښځي او ماشومان دي ووژل سول.
د نوموړي په وينا پر دوو موټرانو باندي چي ښځي او ماشومان پكښي سپاره وه او له سيمي څخه د جګړې د پېښېدو په خاطر وتله امريكايي پوځي څرخكو بمباري وكړه، چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړوله.
بلي خوا ته ايتلافي ځواكونو د پېښي مسوليت منلى او وايي وژل سوي كسان ټول طالبان دي. د ايتلافي ځواكونو وياند وايي پر يادو سوو كسانو يې ځكه بريد وكړ چي د دوى د ځواكونو پر يوه مركز يې راكټونه وتوغول.