کور / تازه خبرونه / جنرال مشرف: دا هغه پوځ نه دئ چي ما يوازي پرېږدي

جنرال مشرف: دا هغه پوځ نه دئ چي ما يوازي پرېږدي


جنرال پروېز مشرف وايي كه له جمهوري رياست څخه د ده په استعفا حالات سمېږي خو دى نور يوه ورځ هم ولسمشر نه دئ، هغه وايي دا هغه پوځ نه دئ چي له ده سره وجنګېږي، بلكي دا پوځ تر ده ځان قربانوي.
په كراچي كي د بزنس كمونيټي يوې غونډي ته نوموړي وويل دى د پاكستان په پوځ كي جنګېدلى دئ او ټول يې خپل خلګ دي.
مشرف هغه ګنګوسې رد كړې چي ګواكي دى نظربنده دئ، نوموړى وايي په تېرو څو مياشتو كي يې په شعوري ډول خاموشي اختيار كړې وه، نه دا چي له كوم چا څخه د بېره په خاطر پټ و.
 مشرف وايي له جمهوري حكومت سره يې همكاري دوام لري او ملاتړ به يې كوي.
نوموړي ويول دى په امريكا كي د كور اخيستلو پيسې نه لري، پاكستان به تر مرګه پرېنږدي.
مشرف وويل بزنيس كمونيټي په ۱۹۴۷ كال پاكستان ژغورلى دئ هيله ده اوس يې هم له دې بحراني حالت څخه راوباسي او په ملك د غربت مخنيوى وكړي او بهرنيو پانګه اچوونكو ته په پاكستان كي د پانګي اچوني زمينه سازي وكړي.
مشرف وويل په فاټا كي ځينو هغو وسله والو طالبانو رېښې ځغلولي چي په پاكستان او افغانستان كي ورانكاري كوي، هغه وايي اوسنى حكومت دي د ده پخوانۍ پاليسۍ تعقيب كړي او كه په ښاري سيمو كي د طالبانو د نفوذ مخنيوى ونكړي په ټول پاكستان كي به د لال مسجد ډرامه تكرار سي.