کور / تازه خبرونه / د نورستان والي : ۲۲ ملکي وګړي په هوايي بمباریو کې وژل شوي.

د نورستان والي : ۲۲ ملکي وګړي په هوايي بمباریو کې وژل شوي.

ایتلافي ځواکونو ویلي چې دوی په هوايي بمباريو کې د وسلوالو دوه موټر ویشتلي او هغوی یې له منځه وړي دي، ایتلافي ځواکونو ویاند نتن فیري رسنیو ته ویلي چې دوی د نورستان په ولایت کې له هغه وروسته په وسلوالو هوايي بمبارۍ کړي چې دغو وسلوالو پری لومړی ډزی وکړې، خو په عین حال کې د نورستان والي تمیم نورستاني بیا رسنیو ته ویلي چې د ایتلاف په هوايي بمباریو کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي هغه ویلي چې د ټولو وژل شویو ملکي وګړو جسدونه د ولایت روغتون ته لیږل شوي دي نورستاني ادعا کړی ده چې په دغو ۲۲ ملکي وګړو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده.
پیښه د ویګل په ولسوالۍ کې مخته شوی ده ، نورستاني دا ډول ویلي چې د ملکي وګړو پېښه د ایتلافي ځواکونو له نظامي اډی په ۹ کېلو مټرۍ کې منځته راغلې ده.