" /> " /> " /> " /> د لوبي مجلې دوهمه ګڼه له چاپه راووته  – لراوبر ویب پاڼه
کور / رسنۍ / د لوبي مجلې دوهمه ګڼه له چاپه راووته  Fotos

د لوبي مجلې دوهمه ګڼه له چاپه راووته  Fotos

د لوبې مجلې دویمه ګڼه تېره اوونۍ په کابل کې له چاپه راووته ، پدغه مجله کې چې دافغانستان په اړه د لوبو مطالب خپریږي ، د ګڼو لوبغاړو په زیار چلیږي، د کرکټ د ملي لوبډلې اتل ستوري او دلوبې مجلې چلوونکی ریس احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې پدغه مجله کې د کرکټ د لوبې تر څنګ ، د فوټبال ، والیبال او نورو لوبو مطالب هم خپاره شوي. پدی ګڼه کې د والیبال له یوې ځوانې لوبغاړی مسعود ارزو سره هم مرکه شوی ده ، ښاغلي ریس احمدزي وویل چې لوبه مجله د د ګوزڼ په وړاندې د مبارزی د ملي کمپاین له لوري پرمخ وړل کیږي. دا مجله چې په ښو کاغذونو کې په لوړ کیفیت چاپيږي په هره یوه میاشت کې دلوستونکو لپاره له چاپه راوځي. لوبه مجله لومړنۍ پښتو ده چې په افغانستان کې یوازی د لوبو په اړه مطالب خپروي.



ياده شوې مجله چې په پښتۍ يې د افغانستان د لرغونې لوبې ( خوسي ) او يوشمېر کورنيو او بهرنيو لوبغاړو انځورونه چاپ شوي، په ٤٠ مخونو کې راټوله شوې ده .
ددغې مجلې مؤسس ضراب شاه ظهير د لوبې مجلې د دوهمې ګڼې له چاپ وتل، د افغانستان د لوبو په پراختيا کې يو مهم ګام وباله او زياته يې کړه چې خلکو ته د هېواد د لوبو د بهير د انځورونو او معلوماتو رسول، د لوبغاړو حوصله زياتوي او هغوى خپل ورزش ته نوره توجه هم کوي .
د لوبې مجلې د دوهمې ګڼې  ليکنې د ( ولس وياړ ګټي خو دولت …!!! ) تر عنوان لاندې په سريزه پيليږي او ورپسې د ګڼو ورزشونو په اړه پکې معلومات ورکړل شوي دي
 د لوبې په دوهمه ګڼه کې د هېواد د کرکټ د لوبډلې وروستيو لاس ته راوړنو او په ځانګړې توګه د انګلستان په جرسي ټاپو کې د افغانستان اتلولۍ په اړه، معلومات هم خپاره کړي .
دغه راز په دې ګڼه کې د هېواد د لرغونې لوبې ( بزکشۍ ) ترڅنګ د ځغاستې، واليبال، بوکس، غيږنيونې ، ټينس او يوشمېر نورو لوبو په اړه، له رنګه عکسونو سره يوځاى معلومات خپاره شوي دي .
په دغه ګڼه کې د ريسلينګ نوميالي لوبغاړي ريک فلير ، دټينس د نړۍ دلومړي نمبر لوبغاړي راجر فيډرر په اړه هم معلومات خپاره شوي دي .
لوبه د روان لمريز کال په لومړيو کې په کابل کې د زراب شاه ظهير په سرپرستۍ کې له چاپه راووته، جاوېد هميم کاکړ يې د امتياز خاوند ، حامد بابر امين زى يې مسوول مدير او رييس احمدزى يې مرستيال دى .
د کتونکي پلاوي په ډله کې نعمان دوست، حکيم بشارت او عبدالله الهام جمالزى شامل دى .
د لوبې د دوهمې ګڼې په چاپولو کې ديونيسف او روغتيا وزارت په ګډه مالي مرسته کړې ده .

تبصره نسته

  1. سلامونه او نيکې هيلې !
    وروره يوه خبره ده ، چې زمونږ په افغانستان کښې تر اوسه د لوبې لپاره کومه مجله نه وه ، په بهرنۍ دنيا کښې په سوونو دلوبى )sport( مجلې وى خو دا دخداى ج شکر دى ، چې اوس زمونږ په هېواد کښې هم دلوبې مجلې چاپيږى ، زه له ټولو هغو کسانو څخه مننه کوم ، چې دغه مجله يې چاپ کړى ، او خصوصا له ښاغلى زراب شاه ظهير او جاويد هميم څخه مننه کوم ، چې دخپل زيار له برکته يې دغه مجله يې خپل مينه والو ته وړاندې کړه .
    سعيداحمد کاکړ