کور / سياسي / د ا فغانستان وضع بحراني سوې ده

د ا فغانستان وضع بحراني سوې ده

په تېرو څو ورځو کي، په امريکايي مطبوعاتو کي د افغانستان د رواني وضعي په باب اندېښنې زياتي سوي دي.  اکثره امريکايي اخبارونه او مجلې په افغانستان کي د شرايطو د لا خرابېدو خبردارى ورکوي، او پر ښاغلى بوش انتقاد کوي چي د عراق د اشغال لپاره يې په افغانستان کي د  القاعدې او طالبانو د ختمولو کار نېمکله  پرېښود او د صدام حسين د را پرځولو  شوق يې وکى.  د ښاغلى بوش همدا غلط او خطرناکه تصميم په افغانستان او عراق کي شرايط لا بحراني کړل، امريکا يې په دوو اوږدو جنگونو کي لتاړه کړه، د امريکا نوم او نښان يې د خاورو سره سم کړ، او لنډه دا چي د بوش غير منطقي پاليسيو د امريکا ملي منافع په خطر کي اچولي دي.  په همدې تېرو څو ورځو کي همدا  انتقادونه د امريکا په مطبوعاتو کي پر له پسې تکرارېږي.  دلته، د بېلګې په توگه فقط د دريو راپورونو لنډيز   راغونډ سوى دى.

د ټايم مجله د جولاي د مياشتي پر درېيمه باندي  په افغانستان کي د زياتېدونکې مرگ ژوبلي او جنگونو په باب ليکي: جمهورريس بوش د چهارشنبې په ورځ اعلان وکى چي ددې کال  په پاى کي به افغانستان ته نور اضافه عسکر واستوي، څو هلته د زتاتېدونکو جنگونو او ناکراريو مخه ونيسي.  دغه راز، جمهورريس بوش ومنله چي پدې تېرو دوو مياشتو کي د نورو مياشتو په پرتله  زيات امريکايي عسکر  وژل سوي دي.

د ټايم مجله ادامه ور کوي او ليکي: پدې تېرو دوو مياشتو کي په افغانستان کي تر عراق   زيات امريکايي  او خارجي عسکر وژل سوي دي. 

ښاغلي بوش خبريالانو ته وويل: “زموږ د ډېرو عسکرو د ژول کېدو يو مهم دليل دا دى چي زموږ عسکرو پر دښمن باندي حملې زياتي کړي دي.  دښمن زموږ حضور په افغانستان کي نه مني.  هغوى مقاومت کوي.  موږ به په افغانستان کي د خپلو  عسکرو شمېر لا زيات کو.”   مگر د بوش د ادارې عالي رتبه مامورين وايي  افغانستان  ته د استولو لپاره اضافه عسکر نسته.

همدا راز، د واشنگټن پوسټ اخبار د جولاي پر ٣ د امريکا د دفاع وزارت د يوه لوړ پوړي چارواکي له قوله وايي: په افغانستان کي د روان بغاوت د راايسارولو لپاره د اضافه  عسکرو استولو ته اړتياسته.  د پنتگان مامورين وايي چي د عراق د جنگ له امله افغانستان ته د لېږلو لپاره  پالتو عسکر نلري.

 د امريکا د پوځ لوى درستيز، مايکل مولن، وايي: “په افغانستان کي طالبانو او نورو افراطيانو خورا مغلق او پېچلى پرابلوم ايجاد کړى دى.  هغه دا چي هغوى د مخدره موادو په قاچاق کي پوره ونډه لري؛ اقتصاد خراب او لړزانه دى؛ او دپاکستان سره پر سرحداتو باندي هيڅوک کنټرول نلري.”  هغه په پنتگان کي خبريالانو ته وويل: ” زه اضافه عسکر نلرم، خو په افغانستان کي اضافي عسکرو ته اړتيا سته.”

که څه هم، ښاغلى مولن پخوا هم  همدا شان تبصرې کړي وې، خو د پرون څرگندوني يې پداسي وخت کي کېږي چي د پنتگان عالي رتبه مامورين په زياتېدونکې توگه د افغانستان د ناکراري او لړزاني وضعي په باب اندېښمن سوي دي. 

هغه زياته کړه چي نظامي افسران غواړي چي په کال ٢٠٠٩ کي افغانستان ته نور اضافه عسکر واستول سي، خو يوازي پدې شرط چي  په عراق  کي وضع عادي، ارامه، او ښه سي.   وروستيو اونيو کي، د طالبانو په حملو کي د پام وړ ډېروالى راغلى دى.  د امريکايانو تلفات هم  ډېر سوي دي.

د بروکينگ انستيوت د پوځي چارو يو ماهر وايي: “موږ مجبوره يو چي دعراق څخه خپل عسکر را وباسو او افغانستان ته يې واستوو، مگر د عراق څخه د عسکرو د ژر تر ژره راايستلو مسله گرانه ده.”

د واشنگټن ټايمز ورځپاڼه د جولاي پر ٣  د افغانستان د شرايطو په باب د مېرمن ګېير په قلم  په يوې مقالې کي ليکي: داسي فرضېده چي عراق د جدي خطر سره مخامخ دى،مگر اوس داسي برېښي چي القاعدې او افراطيانو دجله او فرات خوشي کړي او پېښور ته ور شوه سوي دي.  په بل عبارت، جنگ ورو ورو پاکستان ته غزېدلى دى. 

ددې جنگونو همدا نوى فصل د کندهار د محبس د ماتولو سره پيل سو، پدې رسوايي کي څه د پاسه ١٢٠٠ بنديان ازاد سول.  داسي ښکاري چي اوس القاعده او طالبان پېښور په نښه کړى دى.  د پېښور تاريخي ښار د ١٩٨٠ په کلونو کي د روسي متجاوزينو پر خلاف د افغاني مجاهدينو پوخ مرکز وو.  سي. اې. ې.  هم پکي  لتاړه وه.

ليکواله ادامه ورکوي  او وايي: د پنتگان  يو رپوټ وايي القاعده غواړي چي په افغانستان، پاکستان، او عراق کي د خپلي خوښي  او افراطي اسلامي يارانو  يو داسي محافظه کاره او سخت اسلامي حکومتونه برقراره کړي چي د طالبانو پخوانى شډل حکومت به څه لبيرال غوندي  ورته  ښکاري. 

په عين زمان کي،افراطيان غواړي چي پر هغي لويي لاري  باندي خپل کنټرول ټينگ کړي چي د ناټو د قواوو لپاره اکمالات باندي تېرېږي.  همدا اکمالات له کراچي څخه پېښور ته ځي او بيا د خېبر له درې څخه تېرېږي او د افغانستان جنوبي سيمو ته رسېږي.  بله خبره دا ده چي پېښور له اسلام اباد څخه فقط ٩٠ دقيقې ليري دى. 

واقعيت دا دى چي موږ په عراق کي راگېر يو.  که څه هم د عراق حالات څه ښه سوي دي، خو په مقابل کي د افغانستان وضع خطرناکه سوې ده.