کور / تازه خبرونه / د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کرکټ لوبې

د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کرکټ لوبې

دافغانستان په خوست او کندهار ولایت کې د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کرکټ سیالۍ چې پیل شوې وې په خوست ولایت کې دغې سیالۍ پاې ته ورسېدی خو په کندهار کې لا تراوسه روانې دي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي او پخواني کپټان ریس احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې په خوست ولایت دغه سیالۍ پای ته رسیدلي دي. دخوست د نیازي لوبډلې پایلوبه وګټله، پچه دنیازي کرکټ ټیم په ګټه وخته اولوبه یې پخپله پیل کړه .دې ټیم په په څوارلسو اوورونوکې ۱۸۴ منډې جوړې کړې . ترټولوزیاتې منډې فیصل نیازي جوړې کړې چې ۷۰ وې . ورپسې احسان الله و چې ۵۹ منډې یې نیازي ټیم ټه ورپه برخه کړې .

دللمې لوبډلې لپاره هدف ته رسېدا ډېره ګرانه وه خوله دې سره سره ددې ټیم لوبغاړي هم ښه وځلېدل اوپه څوارلسو اوورونوکې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې خو هدف ته چې ۱۸۴ منډې وې ونه رسېدل اوپه دې ډول نیازي کرکټ کلب په څلرویشتو۲۴ویکټونود دغو سیالیو په پایلوبه کې داتلولۍ کپ دځان کړ.

په للمې ټیم کې شوکت په ۴۵ منډودخپل ټیم لپاره ترټولوزیاتې منډې جوړې کړې .په دې سیالیو کې احسان االه ترټولوښه بېټسمن وپېژندل شواوسل ډالره جایزه یې ترلاسه کړه.علي زمان د تورنمنټ دغوره بالر جایزه(سل ډالره)وګټله.فضل نیازی دتورنمنټ دغوره لوبغاړي په توګه سل ډالره ترلاسه کړل ،ترټولوښه ویکټ کیپر حمیدالله نیازی وپېژندل شو اوترټولودغوره فیلدر جایزه ښادعلي نیازي ترلاسه کړه .ټولوغوره لوبغاړو ته سل سل ډالره ډالۍ شوه.

ریس احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د ورکاوي لپاره کمپاین چې د جنګاښ په دیارلسمه پیل شوی دوی د کرکټ له لاری غواړي خلکو ته ور وښايي چې څنګه خپل ماشومانو واکسین کړي ، هغه وویل چې ګڼ د کرکت مینه وال یې له دی ناروغۍ د شعارونو په واسطه خبر کړي دي.
افغانستان په نړۍ کې له څلورو هیوادونو نه یو دی چې د ګوزڼ ناروغۍ پکې شته ، د روغتیا وزارت شمېرنې ښيي چې سږ کال په ټول افغانستان کې ایله اته پیښې لیدل شوي دي.