کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي د پارلمان دغړي وژنه غندلې.

ولسمشر کرزي د پارلمان دغړي وژنه غندلې.

ولسمشر حامد کرزي په ولسي جرګه د کندهار د خلکو استازي حاجي حبیب الله وژنه په کلکه غندلې او دهغه وژنه یې د هغو خلکو کار بللی چې له اسلام او افغانستان سره دښمني لري.
لر او بر ویبپاڼې ته د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو ددفتر له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي چې ولسمشر حامد کرزي حاجي حبیب الله هغه کس ګڼلی چې له افغانستان سره یې مینه لرله او ددغه هیواد لپاره یې کار کاوه.