افغان ادبي ټولنې دمشرتابه کميسون وټاکه

مالک اڅکزی - کوټه | جولای 5th, 2008


پيښور


  افغان ادبي ټولنې د مشرتابه کميسون وټاکه افغان ادبي ټولنې د خپلې اوونيزې غونډې په ترڅ کښې د مشرتابه کميسون لپاره له ډېرو مشورو وروسته لاندې کسان غوره کړي دي :


١- اسلام گل شېرزا د ټولنې مشر


٢- واحد الله خاکسار د ټولنې د کورنيو چارو مسوول


٣- محمدعارف  همدرد د عامه اړيکو مسوول.


٤- عبدالوهاب څاروان د مالي چارو مسوول


٥- فضل قادر انډيوال د مطبوعاتي چارو مسوولدا چې ټولنه مرستيال نه لري نو ددغې دندې لپاره اووه کسيزه مشورتي ډله جوړه شوې ده ، چې غړي يې په دې لاندې ډول دي  :


 شيرين آغا احمديار ، نجيب الله اکرامي ، علامه عبدالستار محمدي ، تحسين الله تحسين ، ملنگ غر، سيدعمران شهيداو محمد نسيم سکون .


د يادونې وړ ده ، چې دغه کميسون به تر يو کاله پورې خپلې چارې ترسره کوي .ددغه کميسون د ټاکنې لپاره پرون د پېښور د بورډ د پي سي ايس کالج په انگړ کښې  د عبدالوهاب څاروان په مشرۍ  غونډه وکړه ، د غونډې په ترڅ کښې اسلام گل شېرزاد د مشرتابه دکميسون نومونه اعلان کړل.


 او وروسته محمدعارف همدرد خپل ادبي نثر ((زه څوک وم او څه شوم )) کره کتنې ته وړاندې  کړ ، چې مينه والو پرې خبرې وکړې او منځلارى يې وگاڼه.دغونډې په ترڅ کښې د هېواد د ورځپاڼې د بنسټوال سلطان محمدصابر په مړينه هم خواشيني وښودل شوه.

Copyright Larawbar 2007-2024