کور / تازه خبرونه / لغمان: طالبانو د ادهاړ سيند پول په بمونو اوزولی دی

لغمان: طالبانو د ادهاړ سيند پول په بمونو اوزولی دی

مخالفو وسلوالو د ادهار د پل په له مینځه وړلو سره د زرګونه ملکي کسانو د تګ راتګ لاره وتړله.

تېره شپه دولس بجې مخالفو وسلوالو د الینګار ولسوالۍ اړوند د الینګار پر سیند د ادهار پل په بم الوزولی او په دې سره یې د سلګونه کلیو د تګ راتګ لاره تړلې ده.

د ملي اردو د راپور پر اساس دغه پل چې د منګو او ورنټا په شمول پرې د سلګونه کلیو له دیرشو زرو څخه زیاتو خلکو تګ راتګ کاوه، وړاندې هم د مخالفینو له لوري یې یوه برخه لږه زیانمنه شوې وه خو بیګاه د شپې یې په کلي توګه تخریب کړی دی او په موټرو سربېره د پلیو خلکو لاره هم نشته چې تګ راتګ پرې وکړي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د مخالفو وسلوالو دغه عمل په کلکه غندي او زیاتوي چې مخالفینو د دې کار په تر سره کولو سره دا وښودله چې دوی نه یوازې دا چې د نورو په اشارو د اسلام د بدنامولو پروژې عملي کوي بلکې د انسانیت، مدنیت او د ولس دښمنان هم دي. نوموړی زیاتوي مخالفین همیشه ملکي کسان په نښه کوي، ماینونه خښوي، ویني تویوي، ښوونځي او کلینیکونه سوځوي او هر هغه ناروا عمل تر سره کوي چې لومړي متضررین یې زموږ بې ګناه او معصوم هېوادوال دي.

ښاغلی نعیمي وايي چې د ورانکارو مخالفینو د دغه عمل له امله په یادو سیمو کې زرګونه ملکي خلکو ته په هر اړخیزه برخو کې لویې ستونزې را ولاړې شوي دي.