کور / هراړخیز / داولس شهيد حشت خليل کرزی

داولس شهيد حشت خليل کرزی

سردار محمد همدرد

افغانستان هغه هېواد چې په تېرو نزدې څلور لسيزو جګړو کې يې د ځوانانو ترڅنګ د قومي مخورو، ديني عالمانو او مشرانو پر سرونو سوداګري وسوه او قرباني سول.

موږ او تاسو وليدل چې په بېلابېلو ولايتونو کې هغه خلک چې د کار خلک وو، د خبرې کولو سړي وو، يو څوک پرې راټولېدلی سول، خلکو زړونه ورپورې تړلی سول، د سيمې په کچه يې خبره منل کېدل، د شخړو د هوارۍ خلک وو، د پوښتنې کولو سړي وو، د پښتني او افغاني کلتور ساتونکي انسانان وو، په يوه او بل نامه د استخباراتي کړيو لخوا ووژل سول.

نن زه په يو داسې شخصيت خبرې کووم چې اوس زموږ په منځ کې نسته، په دې نړۍ کې نسته، خو هغه د دې خاورې سړی وو، د وطن په ګټه وو، د خلکو په زړونو کې وو او اوس هم دی، د جرګې او مرکې خاوند وو، د خبرې کولو انسان وو، خو له بده مرغه روانې نا تعريف سوې جګړې، ګاونډيو او د سيمې استخباراتي کړيو ليرې کړ، له منځه يې يوړ او شهيد يې کړ.

ارواښاد شهيد حشمت خليل کرزی يادووم، چې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا ورته د «ملي شهيد» لقب هم ورکړل شو، پر ځای کار وسو، رښتيا هم چې ملي شهيد دی، ځکه چې لوی مشر او ستر پښتون وو.

نوموړی په لوی کندهار کې پېژندل سوی شخص وو، ردوند خوي او عادات يې درلود، مېلمه پال وو، سوله خوښوونکی او د روغې جوړې خاوند وو.

نوموړی سره له دې چې دې د پخواني ولسمشر حامدکرزي سره د يو شمېر مسايلو پر سر خلاف وو، خو د دې هېواد د جوړېدو ارمان يې زړه کې وو، کله چې به يې پر ښاغلي حامدکرزي نيوکه کوله نو ويل به يې: «دا حکومت فاسد دی او حامدکرزي فاسدو خلکو ته واک ورکړی.»

د هغه دا خبره بې ځايه نه وه، پخواني حکومت کې فساد دومره ريښې وځغلولې چې اوس يې هم د ايستلو امکان نسته.

ملي شهيد حشمت خليل کرزی چې پر خاوره او هېواد مين وو، په وروستيو کې د کندهار ولايتي شورا ته په لوړه شمېره وربريالی سو، د هغه موخه د خلکو خدمت کول وو، دغه لوړ شخصيت لرونکي انسان د ولايتي شورا له لارې هم ډېرې شخړې او له کلونو کلونو پرتې تربګنۍ ختمولی سوې، کندهاريان او د سوېل حوزې خواره واره قومونه يې پر يوه ټغر راټولولی سول، د يووالي ښې طرحې ورسره وای، خو اې کاش چې چا ژوندی پرېښی وای، موږ دغه ډول د کار سړي ژر له لاسه ورکوو.

افغانستان کې يوه داسې نا اعلان سوې او نه تعريف سوې جګړه روانه ده چې دوست او دښمن نه مالومېږي او نه تعريف کېږي، هر انسان په خپل کور کې په ويره کې دی، ځکه د دغې جګړې ډېری قربانيان ولسي، بې ګناه او عام خلک دي.

د کار خلک چې  دغه جګړه ختمولی سي، خبرې کولی سي، دوست او دښمن ته قناعت ورکولی سي، دغه خوره وره او نا اعلان سوې جګړه ختمولی سي، نه پرېښودل کېږي، پر کور دننه او له بهره د استخباراتي کړيو لخوا په مرموز او نورو شکلونو وژل کېږي.

حشت خان خليل کرزی د وطن د جوړېدو په ارمان وو، د خپل همدغه ارمان د پوره کېدو لپاره يې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې اوسني ولسمشر محمد اشرف غني لپاره کندهار کې پراخ کمپاين وکړ، ډېر خلک يې راټول کړل او دې ته يې جوړ کړل چې نوموړي ته د هېواد جوړونې، ابادۍ، امنيت، اقتصاد او د فساد د ختمېدو په خاطر رايه ورکړي، خو څه خبر وو چې دغه ټاکنې به جنجالي کېږي.

مخکې مې وويل، چې دغه ملي شهيد افغان وو، پښتون وو، مسلمان وو، د افغاني کلتوري ساتونکي وو، نو هر وخت به يې حجره له مېلمنو ډکه وه، انسانانو سره يې مينه وه حتی دومره مهربان وو چې حېواناتو سره يې هم مينه لرله، کور کې ژوبڼ هم جوړ کړی وو.

نوموړی د ۱۳۹۳ل کال د زمري په ۷مه د سه شنبه په ورځ چې د کمکي اختر دويمه ورځ وه په خپل کې چې د کندهار ولايت ډنډ ولسوالۍ په کرز کې موقيعت لري د ځان وژونکي بريدګر لخوا ووژل شو.

هغه په کندهار کې د پوپلزيو مخوره څېره وه او په ټوله کې د کندهار او سوېل لپاره بانفوذه قومي مشر وو.

پرون يې دویم تلين ونمانځل سو، د ولسمشر لخوا ورته د «ملي شهيد» لقب ورکړل سو، زه د ولسمشر دا کړنه ستايم، د کار خلک بايد په ژوند وستايل سي، له مرګ وروسته هېر نه سي.

غوښتنه مې دا ده چې د شهيد حشمت خليل کرزي په نوم دې يو پوهنتون يا بل کوم مشهور ځای هم ونومول سي چې د هغه نوم ژوندی پاتې سي، له کړنو يې خلک خبر سي او د هغه فکر او ارمان عملي او پوره سي.

روح ښاد، جنت يې ځای سه!

۱۳۹۵ل / ۵/۲۲