کور / خبرتیا او پيغامونه / د نړۍ هېنداري بیا خپرېدل بشپړ شول

د نړۍ هېنداري بیا خپرېدل بشپړ شول

احسان الله مومند

له نیکه مرغه په تېرو څلورو کالونو کې (آسيا) کتاب د څلورم ځل، (استراليا) د درېيم ځل، افریقا د درېیم ځل، اروپا د دوهم ځل او (امریکا) هم د دوهم ځل له پاره له ډېرو نویو معلوماتو، ارقامو او احصائیو سره خلکو ته وړاندې شول. دا کتاب مخکې د 2001 – 2005 کلونو ترمنځ په نژدی 3800 مخونو کې خپور شوی و چې اوس یې شمېر 6000 مخونو ته لوړ شوي:

آسيا 1280 مخونه، آستراليا 450 مخونه، افریقا 1327 مخونه، اروپا 1113 مخونه او امریکا 1314 مخونه چې په پنځو ټوکونو او 9 کتابونو کی، په سپين کاغذ او ښه صحافت د الاذهر خپرونديه ټولنې له خوا چاپ شوي.

دا نهه کتابونه په حقيقت کې د (نړۍ هېنداره) لومړي، دوهم، درییم، څلورم او پنځم کتابونه ديچې په هر یوه به لږ – لږ رڼا واچوو:

۱ _ آسيا:

آسيا 48  هېوادونه لري: آذربايجان، اردن، ارمنستان، ازبكستان، اسرائيل، افغانستان، عربي متحده امارات، اندونيزيا، ايران، بحرين، برما، بروني، بنګله دېش، بوتان، پاكستان، تاجكستان، تايلند، تركمنستان، تايوان، چين، جاپان، سريلانكا، سنګاپور، سوريه، عراق، سعودي عربستان، عمان، فلېپين، ختيځ تيمور، فلسطين، قبرس، قرغزستان، قزاقستان، قطر، كوريا(شمالى)، كوريا(جنوبي)، كمبوديا، كويټ، ګرجستان، لاوس، لبنان، ماليزيا، مالديپ، منګوليا، مغولستان، نيپال، ويتنام، هندوستان او يمن چې د نړۍ هېنداری په لومړی کتاب (آسیا) کی معرفي شوي چې (ختیځ  تیمور) پکې نوی هېواد دی.

د نړۍ هېنداره لومړى ټوك يا (آسيا) د لومړي ځل له پاره په 2000 (1379 ل.هـ) كې چاپ شوى چې 192 اخځونه یې درلودل. دې كتاب يو قاموس(سيند) يا نوملړ هم درلود چې 80 مخه و او له لوستونکو سره یې د ځينو جغرافيايي نومونو يا اصطلاحګانو لكه ټاپو، ټاپووزمه، طول البلد، نقشه، استوا، حاره، سمندرګى او داسې نورو پهمانا پوهېدنه کې مرسته کوله.

دا كتاب په كال 2003 كې الازهر خپرندويه ټولنې پرته له كوم متني توپيره بيا خپور كړ. دا ځل په كتاب كې يو بل قاموس هم زيات شو چې هغه نړېوالې ټولنې پکې معرفي شوې چې مطلوب هېواد پکې غړيتوب لري، لکهUN ، IAEA،NAM، WTO او داسې نور. كېداى شي چې ځنې درانه لوستونكي دا ټولنې سمې و نه پېژني، له همدې امله ليكوال په دې قاموس كې كابو 80 نړيوالې ټولنې په لنډه توګه معرفى كړي،  چې د موضوع د ښه درك په برخه كې مرسته وكړي.

له هغه ځايه چې زده کوونکو، محصلينو، د جغرافي استادانو او ژورناليستانو دې کتاب ته ډېره اړتيا درلوده؛ ځکه مولف په 2012 کې د دې کتاب د نوي کولو او بيا ليکنې کار پيل کړ. نوي کتاب د کال 2012 په مې کې بازار ته راغی. په لومړيو او دوهمو چاپونو کې د کتاب مخونه 835 وو، خو په درېيم چاپ کې دا شمېر 1280 ته لوړ شو. کتاب ته د ډېرې تقاضا د شتوالي له امله خپرندويه موسسې دا کتاب د 2013 په اپريل کې بيا خپور کړ او په دې توګه دا هغه کتاب دي چې په تېرو 13 کلونو کې څلور ځلې چاپ شوی دی.

۲ – اسټراليا:

د نړۍ هېندارې دوهم ټوك اسټراليا (اوقيانوسيه) نومي. دا كتاب لومړي ځل په كال 2003( 1382ل.هـش) كې په پېښور كې د ( ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز) له خوا خپور شوى و.

د اسټراليا د كتاب په پيل كې د مولف په سريزه سربېره، د نړۍ د خپلواكه هېوادونو او د نړۍ د ناخپلواكه سيمو جدولونه راغلي چې د آسيا په کتاب کې هم شته. په دې جدولونو كې په نړۍ کېد هر خپلواك هېواد يا ناخپلواكه سيمې موقعيت، پلازمېنه، د نامه لنډيز او په UN كې غړيتوب يا نه غړيتوب راغلى او بيا د كتاب متن پيل شوي، چې د اسټراليا يا اوقيانوسيه د لويې وچې يا قارې داهېوادونه پكې معرفي شوي: د اسټراليا لويه وچه، د استراليا هېواد، فيجي، كريباتي، مارشال، ميكرونيزيا، ناورو، نوى زيلند، پالوو، پاپوانيوګيني، ساموا، سليمان، تونګا، تووالو او وانواتو.

دا کتاب په 2005 کې د دوهم ځل او په 2014 کې د درېیم ځل له پاره مینه والو ته وړاندې شو.

د دې كتاب د تاليف له پاره له 51 معتبرو اخځونو كار اخستل شوى او كتاب ټول 450 مخونه لري. 

3 – افریقا:

د نړۍ هېنداره درېیم ټوک (افریقا) دی چې قطع او صحافت یې د آسیا او استرالیا په شان ښکلی دی.

افریقا لومړی ځل په 2001 کې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز له خوا په پېښور کې په 826 مخونو کې خپور شوی و چې د مینه والو د غوښتنو له امله، الاذهر خپروندویه ټولنې بې له کوم متني توپیره په 2005 کې بیا خپور کړ او دا دی اوس له ډېرو نویو معلوماتو او ارقامو سره د درېیم ځل له پاره په 1237 مخونو کې خپور شو.

هغه افریقایي هېوادونه چې په دې کتاب کې پېژندل شوي 54 دي چې جنوبی سودان پکې نوی دی:

اريتريا، استوايي ګيني، الجزاير، انګولا، ايتوپيا، بوتسوانا، بوركينافاسو (پاسنۍ ولتا)، بوروندي، بينين، تانزانيا، توګو، تونس، جنوبي افريقا، جنوبي سودان، جيبوتي، چاد، د عاج ساحل، رواندا، زمبیا، زيمبابوي، ساوتومي او پرنسيپي، سنيګال، سوازيلند، سودان، سوماليا، سېراليون، سيشلز، صحرا( د ج)، كامرون، كانګو(ج)، كانګو(د ج)، كومورو، كيپ وردي، كينيا، ګابون، ګانا، ګمبيا، ګيني، ګيني بيساو، لايبريا، ليبيا، ليسوتو، مركزي افريقا، مالي، مدغاسكر، مراكش (المغرب)، مصر، ملاوي (نياسالند)، موريتانيا، مورشيس، موزمبيق، ناميبيا، نايجير، نايجيريا او يوګندا.

4 – اروپا: 

د نړۍ هېنداره څلورم کتاب (اروپا) دی. اروپا لومړی ځل په 2006م کال کې په پيښور کې د ساپی او الازهر په ګډ زیار خپور شو. اوس دا کتاب 1113 مخونه او 62 اخځونه لري چې په سپین کاغذ او ښه قطع او صحافت د الازهر خپروندیه ټولنی له خوا مینه والو ته وړاندې شوی.

اروپا 48 هېوادونه لري: البانیا، آندورا، استریا (اتریش) بېلاروس (سپینه روسیه) بوسنیا او هرزګوینا، بلجیم (بلژیک)، بلغاریا، کروشیا، چک، ډنمارک، استونیا، فنلند، فرانسه، جرمني، جورجیا، یونان، هنګري (مجارستان)، ایسلند، ایرلند، ایتالیا، لاتویا، لیختن شتاین، کوسوو، قبرس، لتوانیا، لوکزامبورګ، مقدونیا، موناکو، هالند، مالتا، مولدووا، ناروې، پولند، پرتګال، رومانیا، روسیه، سان مارینو، صربیا، مونتینګرو،سلواکیا، سلوینیا، ترکیه، اسپانیا، سویډن، سویس (سویتزرلند)، اوکراین، برتانیا او واتیکان.

5- امریکا:

د نړۍ هېنداری پنځم کتاب (امریکا) نومي چې لومړی ځل په کال 2006م (1385 هـ – ش) کې په پیښور کې خپور شوی. دې کتاب هغه وخت 70 اخځونه او 830 مخونه درلودل. دا کتاب اوس بیا په 1314 مخونو کې خپور شوی چې دېر اخځونه یې انترنتی او مسلکي پاڼی دي او شمېر یې 53 ته رسي.

امریکا 35 هېوادونه لري: انتیګوا او باربودا، ارجنتاین، بهاماس، باربادوس، بولیویا، بیلیز، برازیل، کانادا، چیلي، کولمبیا، کوستاریکا، کیوبا، دومینیکا، دومینیکن، اکوادور، السلوادور، ګرینادا، ګواتیمالا، ګویانا، هایتی، هاندوراس، جمیکا، مکسیکو، نیکاراګوا، پانامه، پاراګوای، پیرو، سنت کتس او ناویس، سنت لوسیا، سنت ونسنت اوګرینادینز، سورینام، ترینیداد او توباګو، امریکا متحده ایالات، یوروګوای او ونزویلا. 

د نړۍ هېنداری په پنځو کتابونو کې د هر هېواد پېژندګلوي پنځه برخې لري: طبيعي جغرافيه، بشري جغرافيه، سياسي جغرافيه، اقتصادي جغرافيه، تاريخ او له افغانستان سره سياسي اړيکي چې دلته به لږ رڼا پرې واچول شي:

الف – طبيعي جغرافيه: د نامه لنډيز يا Date Code، نړيوال نوم، رسمي نوم، پخوانى نوم، سيمه ييز نوم، جغرافيايي موقعيت، پراخوالى يا مساحت په km² او میل مربع، د هېواد څلور خواوې او له ګاونډيو هېوادونو سره د پولو اوږدوالى په km، لوى غرونه، جګې څوكې، پراخه سيندونه، اقليم او په پاى كې نورې جغرافيايي ځانګړتياوې.

ب – بشري – سياسي جغرافيه : پلازمېنه او نفوس، د هېواد ټول نفوس، د نفوسو ګڼوالى په km²   او میل مربع كې، ښاري او كليوال نفوس، د ښاري کېدو سلنه، د نفوسو سني وېش، د جنسيت تناسب Sex ratio، په زرو ماشومانو كې مړينه، د نفوسو كلنى زياتوالى، د عمر منځنى اوږدوالى، د هرې ښځې د زېږون منځنى كلنى قابليت؛ د هېواد اداري جوړښت، لوى ښارونه او نفوس، حكومت، اساسي قانون، ولسمشر، لومړى وزير، ملى شورى، قضاييه ځواك، سياسي ګوندونه او د هغوى مشران، د فشار ډلې، نژاد، دين او مذهب، ژبه، ليكدود، د خپلواكۍ ورځ، په UN او نورو نړيوالو موسساتو كې غړيتوب، ملي بيرغ، ملي سرود او ملي نښان.

ج _ اقتصادي جغرافيه: د هېوادونو د اقتصادي جغرافيې په بحث كې لومړى د هرهېواد په عمومي اقتصادي وضع كتنه شوې او بيا لاندې  سرليكونه راغلي:

غيرخالص كورنى توليد GDP، د غيرخالص كورني توليد كلنۍ وده، د غيرخالص كورني توليد سكتوري جوړښت، سړي سر كلنى عايد Per Capita، انفلاسيون، د كار قوت د شمېر او سكتورونو په تفكيك وزګارتيا، بودجه د عوايدو او لګښتونو په تفكيك، صنعتي توليدات، د صنعتي توليداتو كلنۍ وده، د برېښنا توليد او منابع د تېل او ګاز توليد، لګښت، زېرمې، صادرات او واردات؛ كرنه، څاروي، ځنګلونه، سيلانيان، غټ كانونه، صادرات او واردات د بيې، اقلامو او سوداګريزه شريكانو په تفكيك؛ بهرني پورونه، مخابرات، رسنۍ؛ ترانسپورت د اورګاډو، لويو لارو، نقليه وسايطو، نلليكو، سوداګريزه الوتكو او بېړيو په تفكيك؛ رسنۍ او ټولنيزه پرمختيا. د ټولنيزې پرمختيا په بحث کې په هر هېواد کې د باسواده خلکو، د ښوونځيو او پوهنتونونو د زده کوونکو او استادانو د شمېر، مطبوعاتو، روغتيا او ورزش په هکله لنډ معلومات راغلي دي.

له دې وروسته د هر هېواد د سيمه ييزو يا نړيوالو لانجو ذكر راغلى، په پوځي تشكيلاتو رڼا اچول شوې او له هېواد څخه د وتلو يا راغلو مهاجرو او بېځايه شوو خلکو په هکله معلومات وړاندې شوي.

تاريخ: د هېوادونو د تاريخ په برخه كې په لرغوني تاريخ لږ کار شوي او هڅه شوې چې په معاصرو پېښو بحث وشي. له دې وروسته له هر هېواد سره د افغانستان د اړيکو برخه  راغلې. دا برخه د کتاب په لومړيو او دوهمو چاپونو کې نه وه او اوس نوی زياته شوې ده.

په افغان مطبوعاتو كې د نړۍ د هېوادونو د پېژندګلوۍ (طبيعي، سياسي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه) د كوچني يا ستر او تفصيلي كتاب ځاى، چې ښاغلى احسان الله آرينزى يې دايرة المعارفګوټى بولي، په رښتيا تش و او دا هغه لومړنى كتاب دى چې په پښتو ژبه د نړۍ د ټولو هېوادونو د پېژندګلوۍ په اړه ليكل شوى. كتاب ټول له ارقامو ډك دى او په داسې ساده ژبه ليكل شوى، چې په پښتنو سربېره دري ژبي مینه وال هم استفاده ورځنې كولى شي.  

په كتاب كې د خلكو، ځايونو، ګوندونواو نورو مهمو نومونو تر څنګ د هغو انګليسي نومونه هم راغلي، چې له لوستونكيو سره د كتاب د لوستلو او سم تلفظ  په برخه کې مرسته وکړي.

 د نړۍ هېندارې معلومات زمونږ د ښوونځيو د جغرافيې د ښوونكو، زده كوونكو، د پوهنتونونو د محصلينو، ژورناليستانو او د عمومي معلوماتو د ليوالو له پاره په زړه پورې دي. د كتاب ډېرى شمېرنې نوې او په دې وروستيو كلونو پورې اړه لري.

د كتاب اخځونه، چې د هر ټوك په پاى كې راغلي د ډېر ډاډ وړ دي. دا اخځونه كتابونه، دايره المعارفونه، مجلې، اخبارونه، د كمپيوټر سي ډي ګانې CDs او د انټرنت پاڼې دي. 

دلته دا خبره د يادونې وړ ده چې د نړۍ هېندارې په خپرولو سره نه يوازې د كابل كالنۍ نشراتي عنعنه ژوندۍ وساتل شوه، بلكې له هغې څخه په لوړ كيفيت او د معاصرو تخنيكي او علمي امكاناتو په مټ د نړۍ د ټولو خپلواكه او ناخپلواكه هېوادونو او سيمو عمومي او انسکلوپيديک معلومات په نوي او علمي بڼه مینه والو ته وړاندې شوي دي.

ناويلي دې نه وي پاتې چې د كتاب مولف د(آسيا)، (افريقا)،(اسټراليا)، (اروپا) او(امريكا) د ټوكونو په هره سريزه كې له ښاغليو لوستونكيو او فرهنګيانو څخه په كلكه هيله كړې، چې له ده سره د دې دايره المعارفګوټي په بشپړولو كې مرسته وكړي او مشورې وركړي. ليكوالو او مولفينو ته د مشورو وركول او د دوى پر كارونو علمي كره كتنې، له هغوى سره مرسته كوي چې د خپل كار نيمګړتياوو ته ځير او داسې آثار خپاره كړي چې ډېر ګټور وی..

دوه کاله مخكې په كابل كې د افغانستان د علومو اکاډمۍ  د آریانا رادیو – تلویزیون په تالار کې په نړۍ هېنداره د کره كتنې غونډه رابللې وه. په دې غونډه كې د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب او د ښوونې او روزنې پوهنتون او كابل پوهنتون یو شمېر استادانو، پوهانو او علمي شخصيتونو برخه اخستې وه.

ښاغليو ويناوالو د داسې علمي او معلوماتى كتابونو د ليكلو او خپرولو په برخه كې د افغانستان د پوهانو او علماوو د كار او زيار په ارزښت ټينګار وكړ او وې ويل، چې په افغانستان كې د يوه نوي فعال، زيارايستونكي، پوه او مدبر نسل د روزنې له پاره علمي آثارو ته ډېره اړتيا ده او د ښاغلي آرينزي په شان مولفينو او ليكوالو زيار د ډېر قدر وړ دی  چې يو كتاب یی نژدی 6000 مخونه لري.

د نړۍ هېندارې مولف ښاغلي احسان الله آرينزي وايي چې اوسني کتابونه د همغه سيمينار د علمي سپارښتونو په بنسټ تاليف شوي او تر ډېره پوری مسلکي معيارونه په پام کې نيول شوي دي.

.

د ښاغلي آرینزی د معلوماتو له مخی يه ډیلي کې استوګن محمد طاهر خدری (محبت) د نړۍ هېنداری لومړی کتاب (آسیا) دری ژباړه بشپړه شوی او ژر به له بیا کتنی وروسته چاپ ته واستول شي. ښاغلی محمد طاهر خدری سمدلاسه د اروپا کتاب په ژباړلو بوخت دی.

مننه