کور / سياسي / د بلواک هېواد خپلواک ولس !

د بلواک هېواد خپلواک ولس !

آه ، سولې ! څونه ډيری جګړې ستا په نوم سوي دي « الکساندر پاپ  »


 ليکوال: ډاکتر نثار احمد  «  صمد  »
نن د اکتوبر اوومه ده چي پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل شپږ کاله پوره سول . افغانستان پدې شپږو کالو کي یو لړ لوی او بې ساري بدلونونه ولیدل چي هغه یې هیڅکله آن په خوب کي لا هم نه وو لیدلی . دابدلونونه مثبت او منفي اړخونه لری .


مثبت ( ! ) دا چي غربي دیموکراسي را صادره سوه، غربي سرمایه را وبهیده، غربي حکومتونه را شیوه سول، غربي پوځیان رامات  سول، غربي کلتور او تهذیب را ایله سو، غربي ایجنټان او ګومارلي نصب سول، جنګسالاران له غارونو څخه قصرونو ته ورسیدل، او باالاخره غربي دیګ باندی سو . دا ټولي هغه کامیابۍ دی چي تر  افغانانو امریکایان او غربیان ډیر  پرې ویاړی .



منفي بدلونونه هم دا چي لس ــ پنځلس زره ملکی او بیګناه افغانان ووژل سول، په سلګونو کورونه ، مسجدونه بمباری او لوټی لوټي سول، غریب نور هم پسې بیوزله او شتمن نور هم بډای سول، فساد خپل اوج ته ورسید، د مخدره موادو کښت او تجارت آسمان  ته وخوت، د انکشافي او عام المنفعه پروژو څرک هم نسته ( که وی ، هغه صرف تبلیغاتي او سیاسي جنبه لری ) ، ملی اډانه او ملي عاید په خټو کي بند دی، امنیت نسته ، جګړه روانه او د زیاتیدو په حال کي ده . او بالاخره روغتیایی خدمتونه، واقعي تعلیم او عامه سوکالی د شوګیرونو په ټال کي زنګیږی. دا  او نوری ډيری هغه ناکامۍ دی چي امریکایان او لویدیځوال نه بلکې افغانان پری ځوریږی. عوام په ناحقه سره نه وایی چي افغانستان وړمه ورځ « برټانوی ګوډاګی درلود، پرون یې « شوروﺉ ګوډاګی » او نن هم « امریکایی ګوډاګئ » لری چي افغانان یې د مصیبت او غضب میلمانه کړي دی .



    په افغانستان کي د تیرو شپږو کالو راهیسې د نړۍ دیرش سرمایه دارترین او تر ټولو پرمختللی هیوادونه عملاْ دخیل دی مګر بیا هم افغانستان د امریکایی نیونی له برکته د نړۍ د ( ۱۹۲ )  هیوادونو له جملې نه د ترقۍ او انکشاف له مخی د پای لخوا پنځم هیواد دی . لدې ځوړتیا څخه ثابتیږی چي د امریکا په مشرۍ د لویدیځ والو په واسطه دافغانستان نیونه هغوی ته دومره مهمه نده . ځکه افغانستان څه مهم طبیعی او قیمتی مواد نلری  چي لویدیځوال را جلب کړی، بلکی کوم څه چي لری هغه دافغانستان ستراتیژیکي او سوق الجیشی موقعیت دی چي د سیمي پرهره طبیعي منبع او زیر متون باندی دورخلاصیدو اسانه او لنډه لار ده یا دا چي د چین  او روسیې داحتمالي راخوځیدو مخنیویزه مورچل جوړوی . په لنډه توګه ، افغانستان د دریو عمده سیمو د تړلو نقطه ده چي هغه منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ده او واشنګټن هم همدې نقطې ته اړتیا لری . پدې حساب افغانستان  نن د خپل حساس موقعیت قرباني سوی دی او د خپل دغه مهم دریځ سزاوی ګالی . پس ویلای سو چي د نړۍ یوازینئ ستر ځواک او د هغه ملګری په افغانستان کي خپلی ځانګړی او  ستراتیژيکي ګټي لری او ځکه نو هر یو ټینګی لاس وهنی کوی، خپل ګومارلی زیاتوي، خپل د خوښي رژيم تولید او نصبوي، خپل ګوډاګیان واکمنوی او خپل مستقیم یا غیر مستقیم تسلط تحمیلوی . 



له همدې امله نن ګورو چي افغانستان د نوو استعمارچیانو لخوا د ټوپ د یوې تختې غوندي استعمالیږی . او افغانستان د اشغالګرانو لپاره  هدف نه بلکی د هدف لپاره یوه وسیله ده .


    همدا علت دی چي اشغالګرو ( خصوصاْ امریکا ) داشپږ کاله افغانستان ته څه اساسي کار ندی کړی، داشپږکاله یی مهمی تولیدی او ترقیاتي پروژې ندی راوړی، داشپږ کاله یې په هیڅ برخه کي هم اساسی خدمت ندی کړی ، داشپږ کاله یې ملي اډانه یا ملي عاید له مځکی ندﺉ راپورته کړی او په عامیانه اصطلاح خښته یې پر خښته نده ايښې ( که وی هغه صرف تبلیغي جنبه لری او بس ) حال دا چي په پوځي عملیاتو او جاسوسي فعالیتونو کي یې ۱۰۰ بلیونه ډالره مصرف کړی چي څه خاصه نتیجه یې هم نده ورکړې . صرف قتل، تباهي، وراني او بمباري یې پخپل شدت سره جاری ساتلې ده . که هغوی ادعاکوی چي  په جنوب کي ځګه ګواکی پرمختګ نسی راتلای چي هلته مقاومت را سره کیږی او جنګ روان دی، نو که داسي وی په شمال کي خو همدا مشکل نسته ، نو هلته  ولی پدې شپږو کالو کي په ملي سطح کوم زیر بنایی، عایداتي او تولیدي پرمختګ ندی سوی ؟ فلهذا ، اشغالګران افغانستان او افغانان نه غواړی بلکې دا هیواد یې د یو بل هدف لپاره پکار دی ، او ځکه نو افغانستان پخپله د حامد کرزي د اعتراف له مخی « په هغه حالت کي دﺉ چي پنځه کاله وړاندی و . »


شواهد ښي چی امریکا آن په ۱۹۹۸  ـ ۱۹۹۹ کي لا پرافغانستان د حملې ټکل درلود، خو د سپټمبر د یوولسمې پيښو دا حمله را چټکه کړه .


واشنګټن دلته هر څه په خورا عجله او بي  باکۍ سره وکړل . دافغان ولس د ګټو پر ځای یې خپلی ګټی جدي ونیولې او پرله پسې اشتباهات یې وکړل څو چي هر څه نیمګړی ترې پاته سول او نننۍ بده ورځ یې نتیجه  ده . جان پیلګر پخپل مشهور کتاب « آزادی بیا بل وخت  » کي په شواهدو سره لیکی چی « د سر تر پایه ټولو هغو بشري بحرانونو له منځه چي معلوم دی ، هیڅ کوم هیواد دومره ډیر رټل سوی او ځوریدلی ندﺉ، او د هیڅ یوه سره هم دومره لږ کومک ندی سوی  لکه افغانستان چی د ی . » په رښتیا هم نن موږ ګورو چي په کابل کي په ویرانو او نړیدلو متروک ځایونو کي خلک آن پسله شپږو کالو داسی شپې سبا کوی چي نه برق لری، نه صحي اوبه ، نه خواړه، او نه هم نور اساسي سهولتونه لری . ته به وایې چی زلزله سوې او خلک د کومک تر وخته مؤقتاْ دلته اوسیږی او نور د لوټو او ډبرو څخه راایستل کیږی . مګر یا ، هغوی دلته شپږ کاله د نړۍ د سرمایه دارترینو هیوادو ( خصوصاْ لوی لا لا  ــ امریکا ) په حضور او اشغال کي تیر کړیدی  !



   ځکه نو عوام  ګرم ندی چي وایی موږ « د غلام هیواد آزاد خلک  » یو چي پر سر مو د بلیونونو ډالرو سیاسي تجارت روان دی . هسی خو هم واشنګټن د کابل رژیم خلق کړی، اوبه کړی، لوی کړی او  « مشروع ! » کړی دی نو ځکه هر څه « ګل او ګلزار» دی  . هو، نن په افغانستان کي دغه کسان او ډلی ښه په ترقي یا رونق کي دی لکه : شراب پلورونکی،رشوت خوړونکي،بیورو کراتان، جاسوسان، ترجمانان، دلالان، قرار دادیان، کمیشن کاران، جنګسالاران، پارلمانی فاسد نمایندګان، دانجوګانو آمران، عیسوي مبلغان، فاسد سیاست مداران او نور. خو متباقي افغانان په بی وزلۍ، بم ورۍ او تباهۍ کي ډوب دی .



     بوش تر خپل دوهم ځل کامیابیدو وروسته  په یوه وینا کي د « آزادۍ » تورﺉ ۲۷ ځله او د « ځانواکۍ » تورﺉ هم ۱۵ځله په خورا ویاړ سره ذکر کړ. ده زیاته کړه چي ما پخپله لومړنۍ جمهوری دوره کي پنځوس ملیونه وګړی آزاد کړل ( :چي مطلب یې د  افغانستان او عراق څخه و ) خو په واقعیت کي یې دا دواړه ولسونه اشغال او په غم اخته کړل . ددې « آزادۍ » او « ځانواکۍ» یو سوغات د زرګونو ملکی انسانانو وژل، د کلیو او کورونو بمباردول او د ډول ډول ظلمونو کول دی. امریکا افغانستان ته دا  ‎« آزادی او ځانواکي » هم په سوغات کي ورکړه چي وایی زړه مو وي هغومره ډیر کوکنار وکرﺉ . لکه څنګه چي همدا سږکال د تریاکو مقدار ۸۲۰۰ ټنه ته ورسید چي په تاریخ  کي سارﺉ نلری او هغه د تیر کال څخه ۳۴٪ زیاتوالی ښي او د تړیوال مارکیټ ۹۳٪ هیروئین تهیه کوی. واه ، څه ښه  « آزادی او ځانواکي » یې راته هدیه کړه  !  د کابل رژیم رییس حامد کرزي په همدې اکتوبر کي د بی بی سي د یوې پوښتنی په ځواب کي داسي اعتراف وکړ : « موږ تر خپل کنټرول لاندي ټولو سیمو کي د کوکنارو کښت له منځه وړﺉ دی .متباقي سیمی چي دا کښت پکښی کیږی، زموږ د کنټرول په ساحه کي شاملی ندي .  » پس لدې نه ښکاري چي د اټولی سیمي د رژيم له تسلطه بهر دی مګر هیڅ قدرت هم هلته د تریاکو کښت له منځه نسی وړای یا یی قصداْ نه محوه کوی تر څو دخپلی جګړې مصارف ترې پوره کړی .


   له بل پلوه ، د افغانستان سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، پوځي او فرهنګي وضع نن تر بل هر وخت ډیره ورانه او بی حرکته ده چي سارﺉ نلری ، د بیلګې په توګه :



  لومړی ــ سياسي اوضاع : افغانستان د بهرنیو اشغالګرو خورا پیاوړو ځواکونو د باالفعله شتون او باالقوه عملیاتو د پایښت له امله تقریباْ د ملی حاکمیت ،ځمکنۍ بشپړتیا او ملي اوسیاسي مشروعیت څخه بی برخي دی . اصلي اراده او اداره باالکل   د پردیو په لاس کي ده او زموږ  د هیوادد برخلیک تصمیم د هغه د پولو څخه بهرنیول کیږی . ځکه نو داشغال په حالت کي د آزادۍ، دیموکراسۍ، آبادۍ، بیارغاونی، انتخاباتو، ډول ډول لویو جرګو جوړول . . . ټول هغه غولونکی  او ساختګي لوبی دی چي پایلی یا نتایج یې له وړاندی څخه  لا معلوم ، معین او ثابت وو .



  دوهم  ــ ټولنيزه اوضاع : دافغان ولس اجتماعي ژوند د تیرو دیرشو کالو راهیسي هماغسی څپانده دی . ډول ډول فشارونه ، ظلمونه، مهاجرتونه، دردبدرۍ، محرومۍ، ستونزی او ناخوالی یې ګاللی دی ، داټول مصیبتونه او بحرانونه همدا نن هم پخپل شدت سره جاری دی ، هیچا او هیڅ لوري یې غم نه وخوړ . نن د نړۍ د سرمایدار ترینو هیوادو د شتون او نیونی سره سره د غربت او مصیبت شپې سبا کوي او پر سر يې ښه سیاسي بزنس روان دﺉ .



دريـم  ـ اقتصادي اوضاع  :  نن پسله شپږو کالو اشغال څخه عملاْ ګورو چي افغانستان یو تولیدي هیواد نه بلکی یو بشپړ مصرفي هیواد ګرځیدلی دی . د صادرانو او وارداتو ترمنځ توپیر د مځکی او آسمان د واټن غوندی دی،   مافیایی او مخدره اقتصاد او د هغه تجارت  ( د سرحدونو او هوایی ډګرونو له لاری ) آسمان ته رسیدلی ، د هیواد پولی واحد یعنی افغانۍ تر بل هر وخت نن ملي پایه او پشتیوانه نلری خو ظاهري او ساختګي ارزښت یې تر بل هر وخت ډیر اوچت کړی دی دا ځکه چي هره میاشت په سلګونو ملیونه ډالرونه د هغې د لوړ ساتني په خاطر اورته غورځول کیږی . د ارتشاْ او فساد اقتصاد ښه په رونق کي دی حال دا چي ۹۰٪ ولس د ماښام ډوډۍ نلری . پخپله ملګری ملتونه وایي چي بیلونونو ډالرو بهرنۍ مرستې دعادي افغانانو په ژوند کي هیڅ مثبت انکشاف ندی راوړﺉ .



څلورم ـ  پوځي اوضاع : د بهرنیو یرغلګرو پوځونو د شته والی او بی کنټروله پوځي عملیاتو د جریان په صورت کي افغاني په اصطلاح « ملي اردو » یا « ملي پولیس » هیڅ ډول ملي صبغه نسی درلودای بلکی اجیر ګڼل کیږی . نو دا چي هیواد عملاْ ملي حاکمیت او ارضي تمامیت نلری، اشغالګر پوځونه د هیواد پر مځکه او فضا باندی مطلق حاکمیت لری، هیڅوک هم ( آن پخپله د رژیم د رییس او دفاع وزیر په شمول ) نه پوهیږی او نه پدې خبر دی چي د ورځي څو نظامي پروازه له خارج نه داخل  ته یا د داخل نه خارج ته کیږی، او هغوی څه شي وړی او څه شي هم راوړي، یا پر کومه ولسوالي یا کوم کلی باندی د بمونو باران لوروي ، د هیوا د په عمده پوځي پایګاوو ( لکه بګرام ، شینډنډ، کندهار ) کي د رژيم  آن یوه پوځي طیاره څه چي آن یو پوځي عسکر لا هم موجود نه وی، نوآیا اشغال اوبلواکي لا توره وي که سپینه  ؟



پنځم ــ فرهنګي اوضاع : پر هیواد د شپږو کالو راهیسی بیګانه او لویدیځ فرهنګ خپور دی .


تر لوستونکو ډیر اخبارونه او مجلې خپریږی چي بیله محتوی دی، ډول ډول تلویزیوني نامطلوب چینلونه، ډیش انټیناوی، غیر اسلامي او د پردي کلتور فلمونه، ډرامې او پروګرامونه او غیر اسلامي او لویدیځ ډوله هنر او موسیقي د اوج په حال کي دی، د ناوړو او لویدیځ ډوله عشقي ناولونو ترجمه، د فلمونو دوبله او د نڅاګانو عرضه ښه رونق لری ، د اسلامي او افغاني کلتور معرفي ورځ په ورځ د کمښت پر خوا ځي او پر ځای یې د بیګانه او لویدیځ فرهنګ معرفي د ډیرښت په حال کي ده . شراب، قمار، سینما، شب نشینی، فاسد انجمنونه او ډول ډول اخلاقي انحرافات، د فحاشۍ په خاطر د پردیو هیوادو د نجونو راوستل او ګومارل، د عیسوي مبلیغینو فعالیت او جذب ته ښه مخه ورکول او ډیر نور غیر اسلامي او غیر افغاني فرهنګي کړنی پر کابل او لویو ښارونو خپرې دي .



   شپږم ــ تعليمي اوضاع : اشغالګر ځواک او د هغوی لخوا نصب کړﺉ رژیم په خورا آب او تاب سره نارې وهی چي پنځه میلیونه ، اووه میلیونه، آن لس میلیونه (  !  ) کوچنیان او ځوانان په تعلیم بوخت دی چي پخوا ترې محروم وو. خو عینی شواهد او مستند راپورونه ښي چي ۸۰٪ تعلیمي مؤسسې د کتاب ، څوکۍ، ټولګي، معلم. ښوونیزه موادو او معقول تعلیمی نصاب یا په بله ژبه د عملي او مطلوب تعلیم څخه بې برخی دي . د پخوا برعکس نن د متعلم ناکامه کول اخطار او منت په برکي  لری يعنی دا چي   باید هیڅ زده کونکی ناکام نکړه سی . د متعلم او معلم سواد یا پوهه  څه خاص فرق نه سره لری . اکثریت کوچنیان ددې پر ځای چي له کوڅو او ایله ګردی څخه راګرځیدلی وی مکتب ته لیږل کیږی . ګڼ شمیر کوچنیان د غوړیو، چایو، صابون، وریجو او نورو د وړیا اخیستو په غرض مکتبونو ته ځي که نه لدې امتیاز څخه به محروم سی. نه رژيم او نه هم اشغالګرانو د تعلیم او مکتبونو عملی غم ندی خوړلی او دا هر څه تر ډیره حده تبلیغاتي جنبه لری  . 



  اووم  ــ د بيا رغاونی اوضاع  : بیا رغاونه د شپږو کالو راهیسې په خټو کي بنده ده اوحرکت یې د میږی په رفتار سره دوام لری چي تش په نوم او غیر تولیدی یا غیر عایداتي جهت لری . دوه درې لوکس هوټلونه ( لکه سرینا ) ، دوه  ــ درې اروپایی ډوله مارکیټونه  لکه ( صافي شاپنګ پلازا )، دوه درې جګ تعمیرونه، دوه درې د تفریح پارکونه یا د میلې او ساعتیری ځایونه او نور داسی تجملي او نمایشي ځایونه جوړسوی چی نه ملي صبغه او نه  هم تولیدي یا عایداتي ماهیت لری تر څو ولس ترې ګټمن سی. صرف د کابل  ــ کندهار سړک په عجله سره جوړ سو تر څو حامد کرزي په انتخاباتي مبارزه کي ښودلی وای چي هغه هم په دوه نیم سوه ملیونه ډالرو او په صرفاْ تبلیغاتي اوسیاسي  هدف سره جوړ سو. ددې پروژې آمر « جیم مایرز» د ۲۰۰۴ په اکتوبر کي ومنله چي « دا تر ټولو هغه ستره سیاسي پروژه وه چي تر اوسه ما سرته رسولي دي . » پرته لدې، کوم د ابو لګولو غټ بند جوړ سوی دی ؟  کوم د بریښنا د تولید ستره پروژه جوړه سوې ؟  کومه غټه فابریکه راوړل سوې ؟  څو زره کارګران په تولیدي پروژو کي په کارونو لګیا سوی دی ؟ کوم کانونه کشف او استخراج سوی دی ؟  کوم لوی لوی زراعتي یا مالداری فارمونه جوړ سوی دی ؟  کوم لوی او مجهز روغتونونه پرانیستل سوي دی ؟   کوم  ښاري او کلیوالي روغتونونه ودان او عملاْ فعال سوی دی ؟



نو دا چي د نړۍ لومړنی شتمن هیواد یعنی امریکا دلته  د خپل اشغال سره سره  مؤثره پانګه نه اچوي، پس داثابتیږی چي افغانستان د یوویشتمي پيړۍ هغه بلواک هیواد دی چي په لږ ترین مصرف سره یوه انکشافي خالیګاه انځوروی . وګورﺉ واشنګټن د اشغال په لومړنیو څلورو کالو کي هر کال یو بلیون ډالره د بیا رغاونی لپاره تادیه کړی دی خو د تیر کال راهیسی یې دا  بسپنه د کاله ( ۶۰۰ ) ملیونو ډالرو ته راټیټه کړه ( حال دا چي پوځي مصارف یې د کاله لس بلیونه ډالره دی ) دا ولی ؟ دا ځکه چي واشنګټن افغانستان د بل هدف لپاره استعمالوی او ترقي یې نه غواړي .


   د رژيم ډنډورچیان کریږی وهی چي وګورﺉ خوشحالی او تازه ګي افغانستان ته راغله، آرایشګاوی یو په بل پسې خلاصیږی، کوچنیانو کاغدبادونه الوزوي، غټان په موبایل ټلیفونونو کي مصروف وی، د ښکلو له مخی توره پرده یعنی چادری ټولیږی او پر ځای یې ورو  ورو غربي طرز لباسونه رایج کیږی . . . هو، هغوی په رښتیا هم بل څه نلری چي عرضه یې کړی .


پس داسي ښکاری چي امریکا افغانستان آبادوی هم نه او نور هم نه ورپریږدی دا ځکه چي د غه هیواد یې د یو بل هدف لپاره پکار دی . همدا علت دی چي په اوسنی رژيم کي نږدې ټول لوبغاړی ژر ژر خپل جیبونه ډکوی، ارتشاْ کوی، د دوبئ، قطر، اروپا او امریکا بانکونه ډکوي، خپل پارسپورټونه تمدیدوی، د امانت په توګه شپې سبا کوی، د مظلوم ملت سره بی پروایی ، بی باکي او بی رحمی کوی او د هغوی حق خوری. دا ځکه چي دوی ته هم په زړه او عمل کی نن ثابته ده چي افغانستان خپلواک نه بلکې بلواک دی او دوی ګواکی مسؤل هم ندي. « ځینو افغانانو ته امریکا د دوی معبود ګرځیدلی و، دوی چي ویل د جنت او دوږخ کلی ګانی د واشنګټن په لاس کي دی، دوی ویل چي د امریکا په تشریف راوړو سره به دلته د افغانستان په ویالو کي عسل او شیدې وبهیږی، هر نعمت چي غواړو هغه  به ورسره راوړی. مګر اوس پسله شپږو کالو ګورو چي امریکا افغانانو ته ګناه راوړه ، اور یې راوړ، جګړه او وینی بهیدل یې راوړه اوبس  !    لنډه دا چي امریکا د رحمت باران نه بلکی د ظلمت توپان ثابت سو چي هر څه یې تالا والا او پو پناه کړل . »


ځکه نو افغان ولس ملامت ندی چي وایی حامدکرزﺉ د امریکایانو هغه بی کفایته آشپز دﺉ چي  « پلاو ورڅخه شوله سوی دﺉ » او د امریکایی  اشغال له برکته مو « هیواد بلواک دی خو ولس یې خپلواک دی . »


والسلام
  نثار احمد « صمد »
nsamad57@hotmail.com
دافغان رسالې د ( ۱۰۲ ) ګنې څخه