کور / تازه خبرونه / پاكستاني امنيتي ساتونكو يو بل بلوڅ ملتپال وواژه

پاكستاني امنيتي ساتونكو يو بل بلوڅ ملتپال وواژه

 


مير بالاچ مري


دبلوچستان ايالت دايلتي جرګې پخوانى غړى او بلوڅ ملتپال مير بالاچ مري دپاكستاني امنيتي ساتونكو له لوري وژل شوى دى . كه څه هم دده دوژنې دقيق ځاى لا هم نه دى روښانه خو ناسپين شوي راپورونه وايي چې ښاغلى بالاچ دډيورنډ كرښي ته څېرمه دبلوچستان ايالت دنوشكي ولسوالۍ  په سر لچ سيمه كې وژل شوى دى .


دبالاچ مري ورور ګزن مري دښاغلي بالاچ دوژل كېدو تاييد كوي خو دپېښي ځاى يې نه دى ښودلى .


پاكستاني چارواكو تردامهاله ددغې پېښي په اړوند خپل غبرګون نه دى ښودلى خو دبلو]ستان ايالت ګڼو بلوڅ ملتپالو ځوانانو په تاو تريخ والي لاس پوري كړى دى .


دسيوۍ، نوشكي،تربت ، ګوادر اوخضدار ولسواليو څخه دموټرواو دكانونو دسوځلو راپورونه رارسېدلي دي خو په سيوۍ كې داورګاډي پټلۍ هم په بمونو الوزولې او داورګاډو تګ راتګ بند دى .


په كوټه كې دموټر او دكانو نو دسوځلو سره سره پر پوليسو دلاسي بم بريد شوى يو پوليس يې وژلى او ديوه افسر په ګډون يې درې پوليس نور ټپيان كړي دي . په بېلا بېلو پېښو كې حكومتي ودانيو ته زيانونه اوښتي دي .


ديادولو وړده چې ددوه زره شپږم كال داګيست مياشتي پر شپږويشتمه نېټه دبلوڅو يوبل ولتپال مشر اكبر بوكټي هم دپاكستاني پوځ له څوا ووژل شو .


كه څه هم دبالاچ مري دوژل كېدو خبردبلوچستان ايالت په نوشكي سيمه كې وركول شوى دى خو وړاندي پاكستاني چارواكو تور لګاوه چې مير بالاچ په افغانستان كې اوسي او په پاكستان كې بريدونه كوي خو داخبري هغه مهال هم افغان چارواكو ناسمي بللې .